د امریکا متحده ایالاتو د سې شنبې په ورځ د کندهار په هوايي لوا کې ۴ بلک هاک هلیکوپټرې افغان هوايي ځواک ته و سپارلې.
دا په روان ۱۳۹۶ یم کال کې د امریکايي بلک هاک هلیکوپټرو دوهمه چوپه ده چې افغان هوايي ځواک ته سپارل کېږي.
افغان هوايي ځواک ته د دغه نویو بلک هاک هلیکوپټرو د سپارلو پر مهال د افغانستان د هوايي ځواک عمومي قوماندان جنرال محمد شعیب ازادي راډیو ته وویل چې د دغه څلورو نویو بلک هاک هلیکوپټرو په تر لاسه کېدو سره د کندهار په هوايي لوا کې د بلک هاک هلیکوپټرو شمېر ۸ ته ورسېد
د جنرال شعیب په وینا د دغو الووتکو د سپارل کېدو سره پر يوه وخت په امریکا، چک او کندهار کې د افغان پيلوټانو د روزنې بهير هم دوام لري.
د نوموړي په وینا له دې پیلوټانو څخه یو شمېر یې په دریېو جلا جلا ګروپونو کې عملي او نظري زده کړې تر لاسه کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"دا بلاک هاک هلیکوپټر دي چې څلور باله مخکې د مېزان په میاشت کې تسلیم شوې اوس دادی څلور باله نورې هم موږ ته وسپارل شوې."
په عین وخت کې په جنوب کې د هوايي لوا قوماندان جنرال رازق شېرزي وویل چې له دې طيارو څخه به د اړتیا پرمهال په عملياتي برخه کې ګټه واخلي.
د شېرزي په وینا چې اوس مهال له دغو الوتکو څخه په تعليمي برخه کې کار اخيستل کېږي.
چارواکي وايي، د امریکا متحده ایالات به تر ۲۰۲۴ مېلادي کاله افغان هوايي ځواکونو ته ۱۵۹ بلک هاک هليکوپټرې ورکړي.
د دغه هلیکوپټرو لومړۍ چوپه د تلې پر ۱۵ مه نېټه په کندهار کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته وسپارل شوه.