دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۴:۰۰
د مطلب کود : 136837
د ثبات راوستو له پاره باید افغان ځواکونه وروزل شي
ناټو د افغانستان د امنیت خوندي کولو له پاره د افغان سرتېرو د وړتیاوو زیاتول مهم ګڼي. د ناټو د پوځي کمېټې رييس پیټر پاول ټينګار کړی چې د افغانستان د ثبات او نړیوالې ټولنې د باوري کېدو له پاره د افغان ځواکونو غښتلتیا مهمه ده.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخې: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي که په افغانستان کې ټاکنیزې ستونزې او جنجالونه حل نه شي، دغه هېواد به په کورنۍ جګړه کې ښکېل شي.

ناټو یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان د ثبات له پاره د دغه هېواد د سرتېرو د وړتیاوو د لوړولو چارې باید دوام ومومي. د ناټو د پوځي کمېټې ريیس د دفاعي ريیسانو په یو سل او اووه شپېتمه غونډه، په بروکسل کې وویل چې د افغان پوځونو د توان په لوړولو او وړتیاوو په زیاتولو باید کار وشي.

د ناټو د پوځي کمېټې ريیس پېټر پاول وايي: “دا چې په افغانستان کې ثبات راشي او نړۍ ډاډه شي، نو په کار ده چې د افغان سرتېرو وړتیاوې لوړې شي.”

د ناټو د پوځي کمېټو د چارواکو په دغه غونډه کې د ناټو د هغو یوولسو هېوادونو له مشرانو سره هم خبرې وکړې چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت په مخ بیايي. د شمېرو له مخې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د اوو زرو امریکايي سرتېرو په شمول دیارلس زره بهرني سرتېري دي. په همدې وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري ویلي چې له افغان حکومت سره یو ځای کار کوي چې وسله والو طالبانو ته لاسرسی پیدا کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري وايي: “ولسمشر غني او اجرايه رييس دواړه یو ځای کار کوي، که څه هم دغه ډول کار هر وخت اسانه، نه وي. مونږ له ښکېلو خواوو سره کار کوو چې طالبانو ته لاسرسی پیدا کړو او وګورو چې د هغوی په شمولیت کوم کارونه کېدای شي.”

په همدې حال کې د امریکا متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندې مشر جنرال جوزف ووټل له افغانستان سره د خپل هېواد د امنیتي همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.جنرال ووټل پرون سې شنبه په کابل کې د افغانستان د ملي وحدت حکومت له اجرایه رییس عبدالله عبدالله سره وکتل او د امنیتي وضعیت پر بېلابېلو اړخونو یې د کابل او واشنګټن پر امنیتي همکاریو او د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تجهیز په اړه خبرې کړې دي.
https://avapress.com/vdcds90f5yt0sj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته