دخپریدو نیټه :جمعه ۳۰ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 146737
هلمند ولایت کي د وسله والو او افغان امنیتی ځواکونو ترمنځ نښته شوی
هلمند چارواکی وایی، وسله والو په هلمند ولایت کې د هاموي ټانکونو څخه په ګټې اخیستنې سره ځانمرګی برید کړی، چې له امله یې ۵ افغان سرتېري ټپیان شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د هلمند ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کی راغلی دی، چې دغه پېښه د پنچشنبه په ورځ سهار د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د ده آدم خان او پاشک سمو ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

سرچنیو وایی، وسله والو مخالفينو د ده آدم خان او اوپاشک سيمو امنيتي کمربندونو ته څېرمه په انفجاري توکو بار دوه هاموې ټانګونو ته چاودنې ورکړې ده.

خبر پانه وایی، په دغو بریدونو کې چې په یوه وخت کې د امنیتي کمربند پر څلورو مهمو نقطو پیل شول تر اوسه ۶ امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه چاودنو کې دوه د ملي اردو او درې ملي پولیس سرتېري سطحي ژوبل شوي او درېیم موټر بم د پولیسو تر پېژندلو وروسته هدف ګرځول شوی او له منځه وړل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، اوس مهال د ګرشک ولسوالۍ ده آدم خان، پارچاو او اوپاشک سيمو کې امنيتي او دفاعي ځواکونه د مخالفينو سره په نښته بوخت دي، چې د هوايي ځواکونو له لوري يې بشپړ ملاتړ کېږي.

د چارواکو په خبره په سيمو کې وضعيت د ځمکنيو او هوايي ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې دی، چې د مخالفينو د ځپلو او له سيمو د پر شا کېدو تر وخت پورې به پرې بريدونه دوام ولري.

ویلکږی، چې په دغه برید کې ۸ سرتېري وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

خوتر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcds90f5yt0o56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته