دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۴
د مطلب کود : 140643
قزاقستان افغانستان ته ۵۰ سلنه غني شوي خوراکي توکي صادروي
د سوداګرۍ او صنایعو خونو ویلي دي چې د افغانستان او قزاقستان تر منځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د یوه لوی شرکت د جوړیدو طرحه جوړه شوې ده چې د هغه په جوړیدو سره به د افغانستان او قزاقستان تر منځ ټولې سوداګریزې راکړې ورکړې ددغه شرکت له لارې ترسره کیږي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال د افغانستان او قزاقستان د سوداګریزو راکړو ورکړو په غونډه کې وايي چې د افغانستان او قزاقستان تر منځ د سوداګریز شرکت په جوړیدو سره به په دواړو هېوادونو کې به د پانګونو کچه زیاته شي او دا هېواد به افغانستان ته پنځوس سله غني شوي خوراکي توکي صادر کړي.
د سوداګریو او صنایعو خونو مرستیال، خانجان الکوزی وايي:«په قزاقستان کې ناسته کې دې هېواد ومنله چې سږ کال به پنځوس سلنه اوړه او پنځوس سلنه غنم صادروي چې تر ډېره به خوراکي توکي افغانستان ته صادر کړي او غني شوي به وي. که څه هم پاکستان زموږ دا غوښتنه نه وه منلې.»
اخوا د قزاقستان د پانګونو د برخې مسوول چې د قزاقستان د معتبرو شرکتونو د یوه یولس کسییز پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی دی وايي چې قزاقستاني فابریکه لرونکي لېواله دي چې په افغانستان کې پر خپلو پانګونو سربیره ډير تولیدي توکي هم په مناسبه بیه په افغانستان وپلوري .
د قزاقستان د پانګونې ادارې مسؤول، عسکر آریانووف څرګندوي:«د خپلې سوداګرۍ د کچې د لوړلو لپاره د دواړو هېوادونو هڅو ته په پام سره موږ نورې آسانیاوې رامنځته کوو او ان افغانستان په سیمه کې له ټرانسپورټي آسانیتاو د برخمن کیدولپاره کولای شي د آستانې ؛ عشق آباد او ایران له درې اړخیزې ریل پټلۍ سره ونښلي.»
اخوا د قزاقستان سفارت د ازبیکستان او ترکمنستتان له لارې د توکو د ټرانزيټ د ستونزو پر اواري ټینګار کوي .
ددغه سفارت چارواکي وايي چې هڅه کوي افغان سوداګرو ته د ویزې د ورکولو په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کړي.
په کابل کې د قزاقستان سفارت مستشار، انورووف وايي:«اوس مهال د افغانستان او قزاقستان تر منځ یوازینۍ ستونزه د هغو توکو د ټرانزیټ ستونزه ده چې له قزاقستانه باریږي او د منځنۍ آسیا د نورو هېوادونو له لارو افغانستان ته لیږدول کیږي او موږ هیله من یو چې ددې برخې د ستونزو پر اواري کار وشي.»
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې په تېرو کلونو کې د افغانستان او قزاقستان تر منځ د سوداګرۍ کچه ۴۷۰ملیون ډالره وه چې یوازې یولس ملیونه ډالره یې قزاقستان ته د افغانستان صادرات وو.
https://avapress.com/vdcdoz0fsyt0o96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته