دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۰۲:۴۲
د مطلب کود : 140049
امریکا په افغانستان کې له طالبانو سره د روسیې په همکاریو اندېښنه لري
امریکایي جنرالانو له څه مودې راهیسې په پرله پسې توګه له طالبانو سره د مسکو پر اړیکو اندېښنې وښودې او ښکاري، چې اوس دې اندېښنو د پنتاګون مشرانو ته هم سرایت کړی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس، چې د جمعې په ورځ په لندن کې له خپل انګلیس سیال مایکل فالون سره ګډ خبري کنفرانس ته خبرې کولې وویل؛ روسیې ټاکلې، چې د امریکا او متحدینو په وړاندې یې ودریږي.
نوموړی زیاتوي؛ په افغانستان کې د روسیې فعالیت مونږ اندېښمن کړي یو. که څه هم زه اوس دا نه تائیدوم، چې ممکن روسیې طالبانو ته وسلې او مهمات ورکړي وي.
جنرال متیس په ډاګه کړې، چې روسیه په افغانستان کې ویجاړونکې کړنې کوي؛ خو اوسمهال یوازې خبرې اترې کولی شي د حل لار وي.
نوموړی وایي؛ مونږ غواړو، چې له روسیې سره خبرې اترې وکړو. مونږ هڅه کوو، چې روسیه له دیپلوماتیکو او سیاسي لارو څخه د نړیوالو قوانینو له مخې رامخکې کړو.
د انګلستان دفاع وزیر مایکل فالون هم تائیدوي، چې روسیه د نړۍ په زیاترو سیمو کې زیانمنې هڅې لري.
د هغه په په وینا؛ روسیه دا مهال د نړۍ په زیاترو سیمو کې د مداخله کوونکي رول لري په همدې خاطر باید خپلو کړنو ته بشپړه پاملرنه وکړي.
د امریکا دفاع وزیر په افغانستان کې د سرتېرو د زیاتولو په اړه د امریکایي جنرالانو د غوښتنې په تړاو وویل، چې دا مساله تر څېړنې لاندې ده.
https://avapress.com/vdcdoz0fnyt0oz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته