دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۳
د مطلب کود : 145440
١٥٠٠ امریکایي سرتیري د داعش جگړې لپاره افغانستان ته ځي

ټاکل شوې چې د امریکا متحده ایالات د شمالي کارولینا ایالت د پوځي اډې نه ١٥٠٠ سرتیري د سه شنبې په ورځ افغانستان ته واستوي.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، امریکا په داسې حال کې افغانستان ته تازه سرتیري لیږي چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د جون د میاشتې په لومړیو کې افغانستان ته د امریکایي سرتیرو د شمیر د ټاکلو صلاحیت د دفاع وزیر جیم متیس ته ورکړ.

د محلي رسنیو د رپوټونو له مخې دغه ١٥٠٠ سرتیري د امریکا د ٨٢ هوایي فرقې د ٣٥٠٠ سرتیرو له جملې نه دي چې افغانستان ته استول کیږي چې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد جگړه کې د افغانستان د امنیتي قواو سره مرسته وکړي.

څو ورځې مخکې د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د رسنیو او عامه اړیکو د څانگې رئیسې دانا وایټ، د امریکا غږ ته ویلي وو چې په افغانستان کې د داعش د ډلې مشکل نه دی کم شوی او امریکا له یو ازمون سره مخامخ ده.

دانا وایټ ویلي وو چې امریکا باید داعش ته ماتې ورکړي او دغه مشکل ته پاملرنه وکړي. خو هغې ویلي چې د هغو قواو مشخص شمیر چې ټاکل شوې افغانستان واستول شي تر اوسه د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس تر غور لاندې دي.

افغانستان ته د نورو امریکایي سرتیرو د استولو غوښتنه د فبرورۍ په میاشت کې په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکلسن د سنا مجلس په استماعیه غونډه کې کړې وه.

جنرال نیکلسن د سنا مجلس د پوځي خدماتو کمیټې ته ویلي وو چې د خپل ماموریت د بشپړولو او د سخت دریځو ډلو په وړاندې په جگړه کې د رامنځ ته شوي بن بست د ماتولو لپاره څو زرو اضافي سرتیرو ته اړتیا لري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdok0fzyt0oo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته