دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ اسد ۱۳۹۳ ساعت ۰۹:۳۷
د مطلب کود : 95804
۲۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ  او ملي امنیت ځواکونو  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې  ننګرهار ، هرات ، میدان وردک  او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۲۹ تنه  ترهګر طالبان  ووژل شول ،۸ تنه ټپیان او۹ تنه  د امنیتي ځواکونو له لورې  ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه   اندازه  مهمات  او چاودیدونکي توکي هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdoj0n.yt0kz6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته