دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۳ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۵۵
د مطلب کود : 131544
د عزاداری مجلسونه باید یواځی د مرثیه ویلو پر محور نه وی
د اهل بیت (ع) جهانی مجمع د محرم الحرام (حسن حسین)د میاشتی په رارسیدو په مناسبت سره په یو بیانیه کی وویل: صحیح عزاداری د تقلبی اسلامونه سره مبارزه دی؛ په همدی اساس د عزاداری مجالس باید یواځی دمرثیه سرایی پر محور نه وی او روحانیون او دینی مبلغان باید دا موضوع ته توجه وکړی چی په منبرو کی د هغو آیاتو او احادیثو څخه خبری وکړی چی دعاشورا دنهضت او قیام په هدف پوری اړه لری.

د اهل بیت (ع) جهانی مجمع د محرم الحرام (حسن حسین)د میاشتی په رارسیدو په مناسبت سره په یو بیانیه کی وویل: صحیح عزاداری د تقلبی اسلامونه سره مبارزه دی؛ په همدی اساس د عزاداری مجالس باید یواځی دمرثیه سرایی پر محور نه وی او روحانیون او دینی مبلغان باید دا موضوع ته توجه وکړی چی په منبرو کی د هغو آیاتو او احادیثو څخه خبری وکړی چی دعاشورا دنهضت او قیام په هدف پوری اړه لری.
د افغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری په بیان سره، د اهل بیت د جهانی مجمع په بیانیه کی راغلی دی: باید دصحیح فرهنګ جوړونی سره د اسلام هراسی، شیعه هراسی او تفرقی مخه ونیول سی او که ددی مسایلو مخه ونه نیول سی، دشمن به موږ ته ضربه وارد کړی؛ نو باید د وحدت د چتر لاندی په عزاداریو کی په شرکت کولو سره دشمن مایوس کړو.
د اهل بیت (ع) دجهانی مجمع په بیانیه کی راغلی دی چی د محرم او صفر میاشت د بیعت دتجدید فصل او د حضرت رسول اکرم (ص) وحدت ته لبیک ویل دی او په همدی برخه کی د اهل بیت (ع) د عزا دمیاشت په رارسیدو سره پر خپل ځان لازم بولی چی دمحمدی توصیو هر څه ښه تر ددی مراسمو په رامنځته کیدو سره یادآور سو.
د کربلا واقعه به همیشه ژوندی پاته سی او د حسین (ع) نوم او فرهنګ راژوندی کول یو عبادت دی ځکه چی صحیح عزاداری د تقلبی اسلام سره مبارزه دی؛ په همدی اساس د عزاداری مجلسونه باید یواځی دمرثیه سرایی پر محور نه وی او روحانیون او دینی مبلغان باید دا موضوع ته توجه وکړی چی په منبرو کی د هغو آیاتو او احادیثو څخه خبری وکړی چی دعاشورا دنهضت او قیام په هدف پوری اړه لری او د ضعیف او بی سنده خبرو او اختلاف منځته راوړونکو خبرو څخه پرهیز وکړی.
او باید په صحیح فرهنګ جوړونی سره د اسلام هراسی، شیعه هراسی او تفرقی مخه ونیول سی او که ددی مسایلو مخه ونه نیول سی، دشمن به موږ ته ضربه وارد کړی؛ نو باید د وحدت د چتر لاندی په عزاداریو کی په شرکت کولو سره دشمن مایوس کړو.
نو د حسینی شور، علاقه او محبت باید په عقلانی ډول سره ابراز سی او مبلغان باید ددشمن د توطئو څخه دخلګو په خبرولو سره باید خلګ د امام حسین (ع) تر بیرغ لاندی سره راټول کړی.
د شیعی د مراجعو او اعاظمو په نظر، د اهل سنت و مشرانو ته اهانت دانګلیسی شیعه ګانو کار دی؛ په داسی ډول سره د امریکایی تسنن سره د اسلام دنړی د آفت په عنوان، د ولایت د انحراف پسی دی او دهغوی توهینونه د دشمن پواسطه ترویج او تشدید کیږی.
په همدی برخه کی زموږ وظیفه دی چی هوشیارانه عمل وکړو او د اهانتونو او تفرقه انګیزه اقداماتو او خرافاتی مسایلو په وړاندی لکه قمه وهل او نور بدعتونو په وړاندی په مذهبی مراسمو کی ودریږو او مبارزه وکړو؛ ځکه د کربلا د تعلیماتو سره یوشان نه دی.
نو امر بالمعروف ونهی عن المنکر باید دعاشورا دنهضت دمهم هدف په عنوان، یواځنی لاره د استکبارو د فرهنګی تهاجم په وړاندی دی؛ ځکه چی اخلاق او معنویت د عقلانیت ترڅنګ، دخلګو په زړو کی دنفوذ شرط دی، او باید دهغه دترویج په لاره کی تلاش وکړو.
په اخر کی دخدای تعالی ددربار څخه غواړو چی ډیر ژیر خپل وعده دټولو مظلومینو د آزادی لپاره لکه یمن، سوریه... محقق کړی او دبشریت نړی د حضرت مهدی (عج) په ظهور سره، نجات ورکړی او هدایت کړی.

https://avapress.com/vdcdof0foyt0sk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته