دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 141949
د جګړې او زور له لارې واک تر لاسه کوونکي به ووژل شي
ولسمشر محمد اشرف غني وایي، هغه وسلوال به ووژل شي، چې د جګړې او زور له لارې غواړي واک تر لاسه کړي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د ولسمشر دا خبرې ظاهراً د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د پیل په غبرګون کې وې؛ ځکه، چې طالبانو د مجاهدینو د بریالیتوب د کلیزې په مناسبت خپل پسرلني منصوري عملیات اعلان کړل.
ولسمشر د ترهګرو لخوا دا اعلان، چې دولتي بنسټونه به په نښه کړي، د ترهګرو او د هغوي د سیمه ییزو ملاتړو کلیدي موخه بولي؛ خو هغو هېوادونو ته په نغوته(اشاره) کې، چې د ترهګرو ملاتړ کوي، وایي، افغانستان هیڅ هېواد ته د ستراتیژیک عمق په توګه نه ګوري او له هیڅ ترهګرې ډلې سره همکاري نه لري.
ولسمشرۍ ماڼۍ روسیې ته هم خبرداری ورکوي، چې د طالبانو د ملاتړ تور پرې له وړاندې لګیدلی دی.
ولسمشر غني ټینګار کوي، چې د دولت اصلاحي پروګرام پیلیدونکی دی په ځانګړې توګه په امنیتي ساحه کې.
ولسمشر غني دا ډاډ هم ورکړ، چې سږ کال به د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې وشي او د ولسمشرۍ ټاکنې به هم په خپل وخت تر سره شي.
اجرایی رییس وایي، چې د طالبانو منصوري عملیات به د ملا اختر محمد منصور په برخلیک واوړي.
د طالبانو پخوانی مشر ملا اختر محمد منصور تېر کال د پاکستان د بلوچستان ایالت په اړوند سیمه کې د امریکا د بې پیلوته الوتکې په برید کې وژل شوی دی.
طالبانو د پسرلنیو عملیاتو له اعلان وروسته، چې د جمعې په ورځ یې د پیل اعلان وکړ؛ ولسمشر غني ترهګرو ډلو په ځانګړي توګه طالبانو ته خپل غږ پورته کړ.
https://avapress.com/vdcdof0fnyt0on6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته