دخپریدو نیټه :شنبه ۲ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۴۰
د مطلب کود : 136945
جمهوررئیس غني له بارک اوباما سره د مخه ښي ټیلیفوني خبرې وکړي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام د امریکا د متحدو ایالتونو له جمهوررئیس بارک اوباما سره د مخه ښي ټیلیفوني خبرې وکړې.

په دغه ټیلیفوني خبرو کې چې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، په پيل کې د امریکا جمهوررئیس بارک اوباما جمهوررئیس غني، اجرائیه رئیس او افغانانو سره په افغانستان کې د وروستیو تروریستي پېښو له امله ژوره خواخوږي څرګنده او د تسلیت مراتب یې وړاندې کړل.

هغه د امریکې او افغانستان د رهبرانو نږدې همکاري د قدر وړ وبلله او د قانون حاکمیت په ایجاد او له فساد سره مبارزه کې يې د افغانستان د مشرتابه هڅې وستایلې.

ورپسې جمهوررئیس غني له جمهوررئیس اوباما څخه له دې امله چې د افغانستان دولت او خلکو سره یې غمشریکي وکړه، د مننې تر څنګ په تېرو اتو کالو کې د هغه د جمهوري ریاست په دوره کې د افغانستان له دولت او خلکو سره په بېلابېلو برخو کې خپله د بارک اوباما د دوامدارې همکارۍ څخه د افغانستان د خلکو او دولت په استازیتوب مننه او قدرداني وکړه.

جمهوررئیس غني زیاته کړه، د افغانستان په امنیتي او انکشافي برخو کې د امریکا د متحدو ایالتونو د تخنیکي او مالي ملاتړ په هکله د بارک اوباما سټراټيژیکو تصامیمو او همدارنګه تروریزم سره مبارزه او د هېواد په دفاع کې د هغوی مرستو کلیدي او حیاتي رول درلود.

د هېواد جمهوررئیس وویل: د دووو دولتونو او ملتونو ترمنځ د سټراټيژیکو اړیکو په ایجاد کې ستاسو نقش د بنیادي اړیکو بنسټونه ايښي دي، چې تر اوږدو لسیزو به همداسې ټینګ پاتې شي له همدې امله د افغانستان خلک په دغه ډګر کې ستاسو د رهبرۍ قدرداني کوي او تل به یې په یاد وي.

جمهوررئیس بارک اوباما وویل، غواړم د افغانستان خلک پوه شي چې د ستونزو پر وړاندې د دوی تعهد، همت او بي ساری استقامت ستایم او قدرداني یې کوم.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم په دغه ټیلیفوني اړیکه کې د امریکا د متحدو ایالتونو له جمهوررئیس څخه د افغانستان دولت او خلکو سره د امریکې د دوامداره همکاریو او ملاتړ په خاطر مننه وکړه.

په پای کې، جمهوررئیس غني جمهور رئیس اوباما او د هغه کورنۍ ته په راتلونکي ژوند کې د لا زیات بریالیتوب هیله وکړه.

ارگ ریاست جمهوری
https://avapress.com/vdcdo90fkyt0sn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته