دخپریدو نیټه :جمعه ۲۶ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۰۰
د مطلب کود : 153199
د اسلام پیامبر اکرم(ص) څخه مو څومره پیروې کړی دی؟
دا مو شاید ډیر اوریدلی وی چی په اسلام کی بندون شتون نه لری. ددی معنی داده چی اسلام یو کلی او جامع دین دی او خدای تعالی د بشریت ټول غوښتنو لپاره چاره او علاج لاره پیدا کړی دی او د ټولو انسانانو غوښتنو ځواب د اسلام لوی پیامبر دین په وسیله، بشریت او مسلمانانو غوږونو ته رسولی دی. د لوړ جملی معنی هغه وخت پوره کیږی چی د اسلام پیامبر اکرم (ص) څخه پیروی خاصیتونه ورسره ضمیمه کړو او ددی دوو ژورو معنی ګانو خه یو دقیق مفهوم ته رسیږو په دی محتوا سره چی یو اسلامی ټولنه، هغه وخت په حقیقت کی اسلامی دی چی د اسلام پیامبر (ص) څخه دقیق او سمه پیروی وکړو او هغه څه چی انسانیت نړۍ ته عرضه سوی دی ورباندی عمل وکړو؛ ترڅو هیڅ بندون سره مخ نه سو. خو که اسلامی هیوادونو او ټولنو ته یو کتنه وکړو نو دا نتیجی ته رسیږو چی دا جمله چی اسلام بندون نه لری، په ډیر تاسف سره د مسلمانانو ژوند په روش کی، یو نامعلومه معنی پیدا کوی او په حقیقت کی د مسلمانانو ټولنو په منځ کی ډیرو بندونونو سره مخ کیږو چی داسی وضعیت هر یو فکر ته مجبوره کوی. هغه څه چی واضح دی، دادی چی موږ مسلمانانو په ټولو دنیاوی او آخروی کارونو او شئوناتو کی د اسلام پیامبر(ص) څخه پیروی کی اساسی مشکل لرو او ددی ادعا په شتون سره چی ځان د نبی خاتم حقیقی پیروانو څخه بولو، خو په حقیقت کی د خپل پیامبر سره هیڅ مشابهت نه لرو او د انسانیت او اخلاق الګو او رفتار څخه واټن اخیستی، ځینی عملی او فکری مشکلات او سختی موږ راګیر کړی او د دنیا او آخرت ژوند کی د ځینی بندونونو سره مخ سوی یو. که په اسلامی هیوادونو کی د تروریستی ډلو لکه داعش او نورو څخه تیر سو چی د هر مسلمان پر تندی باندی د ننګ یو داغ په شان دی، په ډیر تاسف سره چی د نړۍ او اسلام نړۍ په سطحه موږ نه یو توانیدلۍ چی یو دینی او حتی انسانی همسوی او همفکری ته ورسیږو او له دی برخی څخه هیڅ وخت هڅه نه دی کړی چی د اسلام پیامبر اخلاق او انسانیت څخه الګو اخیستی او پیروی مو کړی وی. د اسلام پیامبر هر وخت یو سطحی او ساده عملکرد سره، انسانی اساسی قوانین رامنځته کوله او خپل پیروانو ته د صحیح فکر کولو او عمل کولو باندی امر کوله. یو دداسی عملکردونو څخه داوو چی پیامبر ص هر وخت خپل ناستی او جلسات دایره ای ترسره کوله داسی چی د مجلس شروع او پای ټوله سره مساوی ځایونو کی ناسته درلوده. د اسلام پیامبر په همدی ساده او تربیتی روشونو او تګلارو سره تبعیض او ځان لوی لیدنی سره مبارزه کوله او خپل پیروانو ته هم د الګو اخیستنی درس ورکوله. خو موږ ددی دایره ای مجالسو څخه چی یو زر او څلور سوه کاله تیریږی، څه مو کړی دی؟! موږ مسلمانان د شیعه او سنی په شتون د خودبینی او تبعیض او تکبر سره حتی خپل کورنیو محدوده کی مبارزه نه دی کړی او حتی خپل کور کوچنیانو ترمنځ بی ځایه او نامعقول توپیر کوو او همدا جاهلانه عملونه او کړنې چی زموږ خپل بیمار ذهنونو او فکرونو څخه دی، خپل قوم او قبیلی پوری تړو او د نورو ملتونو او نړۍ نورو خلګو څخه، د احترام وړ ګڼو.!! موږ مسلمانان په اوس وخت کی، د اسلام پیامبر د ذهن او رفتار او فکر څخه لیری، ډیر تاریکه پلی پرځان مو راچاپیره کړی دی چی زموږ په اوسنۍ ژوند کی د اساسی بندونونو لامل دی. موږ مسلمانان سربیره پردی چی په ظاهر کی دا شکاره کوو چی د اسلام پیامبر څخه پیروی کوو، خو زموږ کړنې د ژوند په ټولو برخو کی ددی ادعا برخلاف دی، که نه که موږ په حقیقت کی اسلام پیامبر سمه پیروی کولای نو اوس به مسلمانان او اسلامی هیوادونو تردی هم سم وای او په ټولنیز او سیاسی ژوند کی دومره بندونونو سره نه وای مخ سوی.
https://avapress.com/vdcdns0fnyt0kf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته