دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۰۲
د مطلب کود : 153496
ملي تدارکاتو کمېسیون د سړک، لوژستیکي او تجهیزاتي موادو په ګډون  د ۲.۴ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د سړک د جوړولو، لوژستیکي موادو او بېلابېلو تجهیزاتو په ګډون د ۲.۴ میلیارد افغانیو په ارزښت د۱۰ نویو پروژو د قرارداد د ورکړې غوښتنه تائید شوه چې جزئیات یې په لاندې ډول دي:

د کندهار سپین بولدک د سړک د لومړۍ برخې جوړولو قرارداد ورکړه؛
له زرغون ښار څخه د پکتیکا ولایت وازه خواه پورې د سړک د اول لاټ د دویمې برخې جوړولو د قرارداد ورکړه ؛
دکابل ښاروالۍ د اړتیا وړ پنځه قلمه ساختماني موادو د تهیه او تدارک قرارداد ورکړه؛
د ننګرهار ولایت دکامې ولسوالۍ له نواباد څخه تر سنګر سرای پورې د سړک د لومړۍ او دویمې برخې جوړولو قرارداد ورکړه؛
د کندهار برېښنا ریاست لپاره د جنراتورونو د اړتیا وړ ۶۸ قلمه پرزه جاتود قرارداد ورکړه؛
د کابل ولایت د خاکجبار ولسوالۍ لپاره د ۸۶ قلمه برقي تجهزیاتو د تدارک قرارداد ورکړه؛
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د قطعاتو او جزوتامونو د ۷قلمه لوژیستیکي عینیاتو د قرارداد ورکړه؛
د ملي دفاع وزارت د مرکزي او ساحوي قول اردوګانو د جزوتامونو د درې قلمه مفروشاتي اجناسو د قرارداد ورکړه؛
د ملي دفاع وزارت د مرکزي او ساحوي جزوتامونو د اړتیا وړ کرېډیټ کارتونو الکترونیکي انتقال د قرارداد ورکړه؛
د ملي دفاع وزارت اړوند د ۲۰۱ سیلاب او ۲۰۷ ظفر قول اردوګانو د قطعاتو او خاص مرکزي جزوتامونو د ۴۳ قلمه مفروشاتي موادو قرارداد ورکړه.

د یادو پروژو دقرارداد د ورکړې پر تائید سربېره د سروبي د لته بند سړک د جوړولو، د کاپیسا ولایت د نجراب ولسوالۍ د جمال اغه بولغین او پته دره د سړک جوړولو، د سمنګان ولایت د ایبک ښار د سړکونو د جوړولو د پروژو تعدیل او د بیې له لوړېدو پرته د شپږو میاشتو لپاره د قیصار ــ لامان حلقوي سړک د مشورتي او مراقبتي پروژې د مودې تمدید او د عامه ساتنې معینیت او امنیتي تصدۍ د اعاشوي موادو قرارداد هم تصویب شو.

ملي تدارکاتو کمېسیون د غونډې په اجنډا کې شاملې ځینې پروژې او وړاندیزونه د هېواد د تدارکاتو د نافذه طرزالعمل او د قانون د حکمونو د لارښوونې په اساس د معیارونو د نه بشپړولو له امله تائید نه کړل او د معیارونو د بشپړولو او ملاحظاتو د رفع کولو په موخه بېرته ور وګرځول.

همدارازدملي تدارکاتو کمېسیون رئیس او غړو د ملي پروژو په موثر تطبیق کې د خلکو او ټولنیزو سازمانونو پر څارونکي رول ټینګار وکړ.

په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون پر رئیس او غړو سربېره د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون په ګډون ملي او بین المللي څارونکو، د ملي شورا د ملي اقتصاد کمېسیون، له اداري فساد سره د مبارزي پارلماني کاکس، سیګار، د غوڅ ملاتړ سیستیکا، له فساد سره د مبارزې شبکې او د افغانستان د څار بنسټ څارونکو هم حضور درلود.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdns0f9yt0ko6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته