دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 154594
کابل کې د یوې کورنی د لسو تنو غړو د وژنې قضیې په اړه نوې موندنې

په پلازمېنه کابل کې جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي د یوې کورني د لسو تنو غړو د وژنې قضیې په تړاو یو شمېر کسان نیول شوي.
 
د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست رئیس محمد سالم الماس وایي د پیښې تړاو درې تنه مشکوک کسان د امنیتي ځواکونو له خوا د کابل-بغلان له لویې لارې څخه نیول شوي.
 
نوموړی زیاته کړه چې تورن کسان تیره ورځ هغه مهال ونیول شول کله چې له بلخ ولایت څخه د کابل په لور روان وو.
 
د ښاغلي الماس په وینا د نیول شویو کسانو هویت او په قضیه کې د هغوي ښکیلتیا د وژل شویو کسانو کورنی له خوا تثبت شوی دی.
 
په همدې حال کې یو بل امنیتي سرچینه وایي د پیښې په تړاو لږ تر لږه څلور کسان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
 
په کابل ښار کې دغه پیښه د جمعې په شپه ناوخته خیرخانه سیمې ته نژدې رامنځته شوه او په ترڅ کې د یوې کورنی لس کسان ووژل شول چې په کې ماشومان او ښځې هم شامل وو.
 
د امنیتي چارواکو په وینا، په دغه برید کې لږ تر لږه درې کسان ټپیان هم شوي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdno0foyt0kk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته