دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۵۲
د مطلب کود : 68499
لوګر: کې نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور نیول شوي

په لوګر کې سیمه يیز امنیتي مسوولان وایي چې؛ تیره شپه په دې ولایت کې نهه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور نیول شوي دي.
د لوګر د امنیې قومندانۍ مرستیال سمونوال رییس خان عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل چې؛ دا وسله وال طالبان د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې پل علم پورې مربوطه سیمه الوزيو کې وژل شوي.
ده وویل چې د ملي اردو د ځواکونو لخوا په همدې سیمه کې شپږ تنه وسله وال طالبان نیول شوي هم دي چې څلور تنه یې ټپیان دي.
ښاغلي عبدالرحیمزي وویل چې پرون هم د لوګر په مرکز او برکي برک ولسوالۍ کې اته تنه پاکستاني او اوه افغان طالبان هم ووژل شول چې د لوګر لپاره د طالبانو لخوا نومول شوی والي مولوي محمد اسماعیل هم پکې شامل وو.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdno09.yt0jn6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته