دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 148591
د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتيژي او طالبانو غبرګون

افغان حکومت د افغانستان په اړه د امریکا د جمهوررئیس نوې پالیسې چې جمهوررئیس ډونلډ ټرمپ څو ساعته وړاندې په فورټ مایر کې امریکایي سرتیرو ته په وینا کې اعلان کړه هرکلی کړی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال نجیب الله ازاد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل افغان حکومت د نوې پالیسۍ هرکلی کوي.

د افغانستان اجرائیه ریاست چارواکو له امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دغه ستراتیژي کې ټولو هغو بحثونو ته ځای ورکړل شوی چې په دې وروستیو میاشتو کې افغان او امریکایي چارواکو د دغې ستراتیژۍ په اړه سره لرل.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې دا یوه کامله ستراتیژي وګڼله.

ښاغلي فیصل وویل " مونږ ورته ښه راغلاست وایو او کامله ستراتیژي ده او مونږ سره مرسته کوي چې بالاخره دغې معضلې ته اساسي حل لاره پیدا کړو ".

همداشان د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیالد امریکا د جمهوررئیس له نوې پالیسۍ د اعلان پر وخت د پاکستان په هکله د دریځ څخه هم ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل چې د پاکستان په اړه د جمهوررئیس ټرمپ څرګندونې ډیرې دقیقې وي.

ښاغلي فیصل وویل " په هغه ارتباط د جمهوررئیس ټرمپ خبرې ډیرې دقیقې وې، له بده مرغه چې پاکستان لا هم د تروریستانو ملاتړی دی، ترهغو مونږ په افغانستان کې په دغه جنګ کې سل فیصده ګټه نشو ترلاسه کولی ترهغو چې د پاکستان ملاتړ له تروریستانو څخه پای ته نه وي رسیدلی، بنا ضرورت دی چې پاکستان خپله لاره مشخصه کړي چې هغوی له مونږ سره دي او که د تروریستانو سره دي، دا وضاحت باید رامنځ ته شي او پاکستان د تروریستانو له ملاتړ څخه لاس واخلي".

په واشنګټن کې افغان سفیر حمد الله محب د ولسمشر ټرمپ تر څرګندونو لږ وروسته په یوه اعلامیه کې چې د خپل ټویټر پر پاڼه یې خپره کړې د افغانستان په باب د امریکا د نوې ستراتیژۍ هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې دا ستراتیژي د هغه اوږدو او پر له پسې بحثونو پایله ده چې د دواړو هېوادونو مشرانو په دې مسئله سره لرل.

جمهوررئیس ټرمپ د نوې پالیسې د اعلان پر وخت وویل چې د افغانستان په هکله په ستراتیژۍ کې غټ بدلون راولي، هغه وویل چې په افغانستان کې به امریکایي عسکر پاتي شي خو د هغوی په کړنلاره کی به بدلون راشي.

جمهوررئیس ټرمپ د خپلې وینا په سر کې د امریکایي چارواکو او له عسکرو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې د امریکایي عسکرو قربانیو په وجه دا ممکنه شوه چې امریکایان ازاد ژوند کوي.

ولسمشر ټرمپ وویل" مونږ به د تاریخ نه زده کړه کوو، د افغانستان په پالیسۍ د ژور نظر نه وروسته مونږ دا پرېکړه کړې ده چې په افغانستان کې زمونږ پالیسي به د یوې خاصې مودې پورې تړلې نه وي خو مونږ به د امنیت وضعیت ته گورو."

جمهورئيس ټرمپ وویل چې دا خبره یې وړاندې هم کړې وهاو هغه دا ده چې دا بیخې سمه خبره نه ده چې امریکا د عسکرو د تگ او یا د وتلو نیټه وټاکي خو پکار ده امریکا د امنیت د وضعیت په اساس دا ډول پریکړې وکړي.

پاکستان لا تراوسه د امریکا د جمهوررئیس نننیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnj0ffyt0ok6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته