دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 146999
کابل کی برید مسوؤلیت طالبانو منلی دی
په کابل کې د شوي ځانمرګي موټر بم برید چې د کانونو او پټرولیم وزارت د ۱۵ کارکوونکو په ګډون په کې ۶۶ تنو ته مرګ ژوبله واوښته، وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، یاد برید د دوشنبه په ورځ شاوخواه ۷ بجې د پلازمېنې کابل ښار درېیمه ناحیه کې د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق کور ته نېږدې وشو.
د کورنیو چارو وزارت وايي، برید کوونکي له چاوېدونکو توکو ډک کرولا موټر ته د ګڼې ګوڼې څخه ډکه سیمه کې چاودنه ورکړې، چې له امله یې ۶۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یاد وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش ویلی دی، چې په دغه برید کې ۲۴ تنه وژل شوي او ۴۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویلي دي، چې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډک موټر ته د کابل درېیمې حوزې په سرکاریز سیمه کې چاودنه ورکړې ده.
له بل خوا، شاهدان زیاتوي چې چاودنه نن ورځ سهار ۷ بجی په دواخانې ګولایې کې د زاول پوهنتون ته نېږدې وه.
د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پرغاړه اخیستی او ددې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د افغان غږ آژانس ټه وویل، چې دغه برید د افغان حکومت د څارګرې ادارې په کارکوونکو شوی دی.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهدوایی، چې برید یې د استخباراتي کارکوونکو په دوه موټر تر سره کړی، چې په وینا یې ۳۷ تنه استخباراتي کارکوونکي په کې وژل شوي دي.

https://avapress.com/vdcdn90fnyt0on6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته