دخپریدو نیټه :جمعه ۵ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۳
د مطلب کود : 143659
د کابل په ښاروالی کی د ۳۰۰ میلیونو افغانیو صرفه جویی
د کابل په ښاروالی کی لوړپوړۍ چارواکی وایی سربیره پردی چی د کابل په ښاروالی کی خدمات د پخوا په پرتله ښه سوی دی؛ خو هغوی توانیدلی دی چی تیر کال د ۳۰۰ میلیونو افغانیو په اندازه صرفه جویی وکړی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، عبدالله حبیب زی د کابل ښاروالی سرپرست، نن پنجشنبه په هغه ناسته کی چی د هغه اداری لاندی نهاد لاسته راوړنو په منظور د اداری فساد سره مبارزی لپاره جوړ سوی وو، د ښاری خدماتو د خدماتو د کیفیت ښه کیدو څخه خبر ورکړ.
حبیب زی په زیربناوو، ښاری دیزاین، د زباله یا اشغال د لیږد د ظرفیت لوړوالی څخه د ۲۹ سلنی څخه ۴۷ سلنی ته او په جاری کال کال کی د پرمختللی وسایلو په رانیولوسره ۹۰ سلنی ته کیفیت ښه والی د نمونی په حیث یاد کړ.
د کابل ښاروالی سرپرست همدارنګه زیاته کړه چی په تیر کال کی هغوی توانیدلی دی چی د ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ میلیونو افغانیو پوری صرفه جویی وکړی.
د کابل ښاروالی سرپرست، په داسی حال کی د ښاری خدماتو د عرضه د کیفیت د ښه کیدو څخه خبر ورکوی چی د کابل ښار د نړۍ د ناپاکو او چټلو ښارونو څخه پیژندل سوی دی او هره ورځ د هغه پر چټلتیا باندی اضافه توب راځی.
حبیب زی، په ادامه کی د کابل په ښاروالی کی د اداری فساد سره مبارزی ته اشاره وکړه او مدعی سو چی د کابل ښه ښاروالی کی اداری فساد جرم دی او موږ د هغه سره قاطعانه برخورد کوو.
هغه زیاته کړه چی د کابل ښاروالی مشرتابه د فساد سره مبارزی په چارو کی، قاطع دی او هیڅ چاته اجازه نه ورکوی چی د بیت المال څخه سوء استفاده وکړی.
د کابل ښاروالی سرپرست خپلو خبرو کی وویل چی د کابل ښاروالی ددی اداری منسوبینو او د ښاروالی څخه خارج په فساد پوری لړلی ۱۸۰ کسان عدلی او قضایی نهادونو ته معرفی کړۍ دی.
هغه په ښاروالی کی د استخدام په اړه وویل چی د کابل په ښاروالی کی ټول استخدامونه د شایسته سالاری، شفافیت اوتعهد په اساس صورت نیسی او دا نهاد په ټولو تصمیم ګیریو کی مستقل دی او د مداخله کوونکو لاسونه لنډ کړۍ دی.
https://avapress.com/vdcdks0fnyt0o96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته