دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۳ ساعت ۱۲:۲۱
د مطلب کود : 101259
افغان شپاړلس کلنو لوبغاړو د شپاړلس کلنو آسیایي ایلیټ کپ سیالیو اتلولي خپله کړه

په قطر کې د شپاړلس کلنو په ایلیټ کپ آسیایي سیالیو کې نن د افغانستان کرکټ ملي شپاړلس کلنې لوبډلې هانګ کانګ ته په ماتې ورکولو سره د سیالیو اتلولي خپله کړه.
د لوبې پچه افغان لوبډلمشر وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه. افغان شپاړلس کلنو لوبغاړو په ټاکل شویو ۴۵ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره سیالې لوبډلې ته د ۲۱۷ منډو هدف ورکړ چې له ډلې یې محمد صابر ۵۵ منډې جوړې کړې.
د هانګ کانګ شپاړلس کلنو لوبغاړو ورکړل شوی هدف بشپړ نه کړای شو او د سیالۍ په ۲۵ اوور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۶۴ منډې جوړې او سیالي یې د افغانستان  په ګټه پای ته ورسوله. د افغانستان ملي شپاړلس کلنو لوبډلې توپ اچونکو له لوري عبدالواسع د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي وسوځول او د سیالۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد ټول افغان ملت ته د ملي شپاړلس کلنې لوبډلې دریمې بریا مبارکي ووییله. نوموړي ووییل چې زموږ تنکي شپاړلس کلن ځوانان د سیالیو له پیل څخه تر ننه د سیالیو جدول په سر کې ځای لري. ددغو تنکیو ځوانانو وړتیاو د نړیوالو پاملرنه خپل لوري ته را جلب کړې ده او دا یې په ډاګه کړې ده چې په افغانستان کې د کرکټ استعدادونه خورا لوړ دي او په دغه هیواد کې د کرکټ راتلونکی خورا روښانه دی.
ملي شپاړلس کلنه لوبډله به سبا مازدیګر هیواد ته راستنیږي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdkf0fnyt0zx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته