دخپریدو نیټه :شنبه ۹ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۰
د مطلب کود : 141859
د پاکستان یو لوړپوړی پلاوی نن کابل ته راغی

د پاکستان د ولسي جرګې او کابینې په د ځینو چارواکو په ګډون جوړ شوي پاکستاني پلاوي نن (شنبې) کابل ته ورسید.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، د پاکستان د پارلمان رییس، ایاز صادق د دغه پلاوی مشري کوي او ټاکل شوې ده د ولسمشر غني او اجراییه رییس په ګډون له یو شمیر لوړپوړو دولتي چارواکو سره خبرې وکړي.

د پاکستان ولسي جرګې بیانیه کې راغلي چې په دې سفر کې د دواړو هیوادونو ک‌ډو مسایلو اړوند د دوه اړخیزو مذاکراتو له بیا پيلیدو سربیره، د افغانستان او پاکستان د پارلمانونو ترمنځ د اړیکو پر ښه والي هم خبرې کیږي.

د دې سفر موخه د دواړو هیوادونو ترمنځ په سیاسي او پوځي برخو کې د اړیکو پراختیا ښودل شوې څو د دواړو هیوادو د اړیکې ښه والي ته لاره هواره شي.

د یادولو وړ ده چې د تیرې پنجشنبې په ورځ هم یو پاکستاني پلاوی کابل کې د دفاع وزارت له سرپرست سره لیدنه کړې.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې له نږدې دوه میاشتو راهیسې ترینګلي شوي دي؛ تر دې پورې چې پاکستان چارواکو نږدې یوې میاشتې پورې د دواړوهیوادونو ترمنځ لارې تړلې وې.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdkf0fnyt0oj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته