دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳۰ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 141255
په پغمان کې د یوه ډله‎ییز قبر را سپړل
د دوشنبې په شپه د پغمان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي په یوه بڼ کې سره راغونډ شوي وو او یو قبر یې کیندلی چې اته تنه په‎کې خښ شوي وو.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې تېره ورځ دوشنبې(د وري په ۲۸ مه)په دغې ولسوالۍ کې یو ډله‎ییز قبر پیدا شو،خو د کابل پولیس په دې اړه خپل لیدلوری نه شریکوي.
د دوشنبې په شپه د پغمان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي په یوه بڼ کې سره راغونډ شوي وو او یو قبر یې راسپړه چې اته تنه په‎کې خښ شوي وو.
څوک حاضر نشول چې په دې اړه د کمرو په مخکې څه ووايي.
د پغمان ولسوال هم د کمرې په مخکې له څه ویلو ډډه وکړه.
خو په تلېفوني اړیکه کې په یو ډول تاییدوي چې تېره شپه په دې سیمه کې یوه پېښه وشوه.
د پغمان په هره برخه کې خلک په دې پېښه خبر دي خو له وېرې څه نه وايي.
تراوسه روښانه نه ده چې دغه ډله‎يیز قبر په کوم پړاو پورې اړه لري، خو ظاهراً امنیتي ادارو په دې اړه خپل کار نه دی پیل کړی.
https://avapress.com/vdcdkf0fkyt0ox6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته