دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۴۱
د مطلب کود : 151858
حکومت د خونړیو پېښو د مخنیوي کاري وړتیا نلري

د افغانستان د نوې ملي جبهې رييس وايي، چې حکومت په کابینه کې کارپوه کسان نلري؛ نو، ځکه د خونړیو پېښو په مخنیوي کې له کاري وړتیا او کفایته بې برخې پاتې دی.

په هېواد کې له وروستیو خونړیو بریدونو راوروسته پر حکومت د سیاسي ډلو نیوکې تندې شوې دي.

د افغانستان د نوې ملي جبهې رييس انوارالحق احدي وایي، د خواشینۍ ځای دی، چې حکومت سترې څوکۍ هغو خلکو ته ورکړي، چې کاري وړتیا او کفایت نلري. که دا لوبه لکه څنګه، چې روانه ده روانه وساتل شي؛ د ورته پېښو رامنځته کیدل به ناشوني نه وي.   

حکومت هم د کار تر ټولو سختې شپې او ورځې تېروي.

پوځي چارواکو ولسي جرګې ته خپل د وروستیو پېښو په اړه وضاحت ورکړی؛ خو مشرانو جرګه هم له دغو چارواکو کلکې پوښتنې لري.

د مشرانو جرګې غړی محمد حسن هوتک امنیتي چارواکي د دندو په اړه بې تفاوته بولي او وایي، دا یو واقعیت دی، چې د کورنیو چارو وزارت، ملي امنیت او دفاع وزارت په خپلو دندو کې نه یوازې پاتې راغلي، بلکې بې کفایته او بې تفاوته هم دي. 

د مشرانو جرګې غړې نجیبه حسیني له حکومته غواړي، چې د بې ګناه هېوادوالو د وینو توییدو په اړه دې بې تفاوته پاتې نشي او د انسانانو د ټولوژنې مخه دې ونیسي.

په افغانستان کې سخت دریځو او وسلوالو طالبانو په داسې حال کې خونړیو بریدونو  ته زور ورکړ، چې کابل او اسلام آباد د واشنګتن او پیکینک په څارنه د سولې خبرې پیل کړي.

د سیادونې وړ ده، چې ولسمشرۍ ماڼۍ د نوې ملي جبهې د وروستیو نیوکو په اړهه چوپتیا غوره ګڼلې او هیڅ راز غبرګون نه ښيي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdkf0fjyt0kj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته