تخارچارواکي ویلی، په دی ولایت کې د هاوان د سرګلولې د چاودنې له امله دوه ولسي وګړي وژل شوي او ۵ نور ټپیان شوي دي.
د افغان غږ (افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د تخار د امنیه قوماندانۍ وياند عبدالخليل اسير په دی اړه رسنیو ټه وویل، یاد پېشه پرون د تخار ولایت مرکز د تالقانو ښار د یوه اهنګر په دوکان کې ترسره شوې ده.
هغوی زیاتیوی، چاودنه هغه مهال رامنځ ته شوې، چې آهنګر د هاوان کومه سرګولوله پرې کوله او په دغه چاودنه کې دوه ولسي وګړي وژل شوي. او ۵ نور ټپیان شوي دي.