دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۰۴
د مطلب کود : 147655
د صیاد پر ولسوالی باندی د طالبانو تهاجمی برید؛ سیمه ایز چارواکی د هوایی مرستو او دشمن ټکولو په صبر دی
د سرپل سیمه ایز چارواکی وایی چی طالبان د دری لوری د صیاد ولسوالی میرزا ولنګ باندی برید کړی چی خلګو غورځنګونو او امنیتی ځواکونو مقاومت سره مخ سو او اوس هم نښته روان دی.

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د سرپل والی ویاند وایی: د دشمن تهاجمی برید د میرزا ولنګ پر سیمه باندی د امنیتی ځواکونو او خلګو غورځنګ سخت مقاومت سره مخ سو چی د نښتی په جریان کی ۹ تنه طالب وژل سوی او ټپی سوی دی.

ذبیح الله امانی د سرپل والی ویاند وایی: تیره ورځ طالب شورشیان د درو لورو څخه، خپل تهاجمی برید د میرزا ولنګ پرسیمی باندی شروع کړل چی د امنیتی ځواکونو او خلګو سخت مقاومت او غبرګون سره مخ سو.

 

هغه وویل چی دا نښتی ادامه لری او پنځه طالب وژل سوی او ۴ تنه نور ټپیان سوی دی.

په دی نښته کی یو سیمه ایز پولیس هم شهید سوی دی.

د سرپل والی ویاند اظهار سره چی هوایی مرستو ته اړتیا سته هغه وویل: د امنیتی ځواکونو هراس افګنانو ترمنځ همدا اوس نښته روان دی او مرسته کوونکی ځواکونه هم ساحی ته رسیدلی دی.

هغه په ادامه کی وویل: موږ هیله مند یو چی هرڅه ژیر د هیواد امنیتی ځواکونو الوتکی راسی او د هراس افګنانو په ټکولو باندی بریالی سو.

https://avapress.com/vdcdk50fkyt0o96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته