دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ میزان ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۵۷
د مطلب کود : 117757
په کندهار کې دطالبانو د یوې ترهګرې ډلې نیول کېدل
د ملي امنیت لوی ریاست موظفینو د یو لړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د رحمت الله په مشرۍ چې په ډنګر مشهور دی؛ دطالبانو یوه ترهګریزه یوولس کسیزه ډله چې د کندهار ولایت په اړوندو سیمو کې یې په ترهګریزو چارو لاس پورې کاوه نیولې ده.

نیول شوو کسانو منلې چې؛ دکندهار ولایت د ژېړۍ ولسوالۍ د قومي مشر نیک محمد، د ملي پوليسو د دوو ساتنمنانو او یو دولتي کارکوونکي د وژلو په ګډون یې په ګڼ شمېر ترهګریزو کړنو کې لاس لرلی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdk50f5yt0f56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته