دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۰ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 140580
د بلخ والی په مشری د یو عملیات په لړ کی ۲۵ تنه طالبان وژل سوی او ټپیان سوی دی
د بلخ البرز ولسوالی کی د نظامی عملیاتو په لړ کی چی د بلخ والی عطا محمد نور په مشری ترسره سو ۷ تنه طالبان وژل سوی او ۱۸ تنه نور ټپیان سوی دی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، منیر احمد فرهاد د بلخ ولایت ویاند وایی یو عملیات د البرز ولسوالی د انکشاف په نامه ددی ولسوالی د طالبانو د پاکسازی لپاره د عطامحمد نور د بلخ والی په مشری ترسره سو چی په دی عملیات کی تر اوسه ۷ تنه طالبان وژل سوی او ۱۸ تنه نور ټپیان سوی دی.
د بلخ ولایت مقام ویاند زیاته کړه، تر اوسه د لقمان قریی، قره ول، چادر او چشمه ګزدار قریی مناطق چی د طالبانو ځای وو پاک سوی دی او قرار دی دا عملیات د سرپل او جوزجان ولایاتو مرزی مناطقو ته ادامه پیدا کړی.
https://avapress.com/vdcdjz0fzyt0ok6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته