دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ جوزا ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 68048
افغانستان پاکستان ته خبردارى ورکړ
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پاکستان ته خبردارى ورکړ، که د افغان ځواکونو پر پوستو بريدونو ته دوام ورکړي، له ځوابي بريد سره به مخامخ شي.
په کندهار کې د ازادۍ راډيو خبريال راپور ورکوي، چې د دې ولايت چارواکو منلې چې د جمعې په ورځ پاکستاني ځواکونو د افغان قواوو پر پوستو بريد کړى دى.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفارت ته ويلي، چې د پاکستان له خاورې پر افغانستان بريدونه د دواړو هېوادونو اړيکې نورې هم خرابوي.
د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي، د دې وزارت سياسي مرستيال بابه خان اسلمي د شنبې په ورځ د دغو حملو په ارتباط په کابل کې د پاکستان سرپرست سفير جان بهادر وروغوښت.
ښاغلي اسلمي د پاکستان سرپرست سفير ته ويلي، د دغو وسلوالو بريدونو د تکرار په صورت کې به، افغان ځواکونه هم دا حق ولري، چې د پاکستاني سرتېرو پر پوستو بريد وکړي. ده له پاکستان څخه د دغو بريدونو په اړه وضاحت وغوښت.
د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه زياتوي، د کابل لپاره د پاکستان سرپرست سفير په ځواب کې بې خبري ښوولې، خو دغه ډول بريدونه يې غندلي دي.
د اعلاميې په حواله، ښاغلي بهادر ويلي، چې دغه ډول حملې د افغانستان او پاکستان اړيکې زيانمنوي.
د کندهار چارواکي وايي پاکستاني ځواکونو له سپکو او درنو وسلو په کار اخيستو د جمعې په ورځ په معروف ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستو بريد وکړ.
د بهرنيو چارو وزارت وايي په بريد کې يو افغان سرحدي سرتېرى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.

په کابل کې د پاکستان سرپرست سفير ژمنه کړې، چې د افغان حکومت اندېښنې به په اسلام اباد کې له چارواکو سره شريکوي.
تر دې مخکې په ننګرهار کې د پاکستان له خاورې ورته بريد شوى و، چې چارواکو د پاکستاني ځواکونو کار وباله.
څه کم يوه نيمه مياشت مخکې په ګوشتې ولسوالۍ کې افغان او پاکستاني پوځيان په خپلو کې نښته وکړه، چې په نتيجه کې يې يو افغان سرحدي پوليس ووژل شو
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjz09.yt0jo6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته