مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي محمد رضا بهرامي، سره وکتل.
دواړو لوریو د چابهار بندر په وضعیت، د دې بندر له لارې له هند څخه د غنمو لومړي کاروان په را رسېدو، د هرات- خواف رېل پټلۍ درېیمې قطعې د کاري بهیر په چټکتیا، د دولت په دولت مېکانیزم له لارې د نفتي موادو او اوبلن ګاز په پېرلو، د پنځو هیوادو (افغانستان، ایران، تاجکستان، قرغزستان او چین)، تر منځ په رېل پټلۍ، د دوه اړخیزه اقتصادي او سوداګریز کمېسیون جوړېدو په چمتو والي او نورو اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)