دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۹ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۳۹
د مطلب کود : 154585
هرات او بلخ د اورګاډي له لارې نښلول کیږي

 ولسمشر غني وايي دوو کلونو کې به د مزارشریف-هرات تر منځ د اورګاډي پروژه پیل شي.
 
افغان حکومت د اورګاډي د پټلۍ د دغې پروژې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي‌ او نه هم ویل شوي چې کله به یې کار بشپړ شي. خو په افغانستان کې د نا امنیو له کبله ډېرې پرمختیايي پروژې ځنډول شوي‌.
 
هرات له مزار سره شاوخوا ۷۰۰ کیلو مېتره واټن لري. ښاغلي غني د هرات-بلخ د اورګاډي د پټلۍ غزولو خبره د یکشنبې په ورځ( ډسمبر۹) د بادغیس په قلعه نو کې وکړه.
 
هغه دغه ولایت ته تللی و چې د قیصار-لامان د حلقوي سړک کار پرانیزي. ښاغلي غني وویل چې د هرات او مزار نښلول "به د بادغیسانو ژوند په اساسي ډول بدل کړي".
 
د قیصار-لامان سړک شاوخوا ۸۰ کیلو مېتره دی او ټاکل شوې چې د پخولو او جوړولو کار یې په دریو کلونو کې بشپړ شي.
 
پر دغې پروژې ۷۶.۵ میلیونه ډالره لګښت راځي او هندي‌ او چینايي شرکتونه یې جوړوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjo0fkyt0kk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته