دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۳۶
د مطلب کود : 145189
ولسمشر غني: هغه خلک چې ګټې یې په خطر کې دي زیاتې چیغې وهي

افغان ولسمشر وايي، په حکومتدارۍ کې د بدلون راوستلو په برخه کې په هېواد کې منفي او مثبت غبرګونونه موجود دي.

افغان ولسمشر په داسې حال کې په حکومتوالۍ کې د مثبت تغییر پر راوستو ټینګار کوي چې وايي، یو شمېر هغه کسان چې ګټې يې په خطر کې دي په وړاندې يې غبرګونونه ښيي.

محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د «ارګ او خلکو» په نامه جوړې شوې مناظره ته وویل چې په تېرو څو کلونو کې د پرمختګ لپاره پیاوړي ګامونه اخیستل شوي او باید په ښه ډول دوام ومومي.

نوموړي زیاته کړه: "که ظرفیت غواړو خو باید بهترین خلک راولو او که مصلحت غواړو نو باید هغه خلک راولو چې واسطې ولري، تاسې! چې د تحول په مراحلو کې ډېر دخیل یاستئ، سهم ګیر اووسئ، هغه خلک چې خپلې ګټې په خطر کې ګوري زیاتې چیغې وهي او هغه خلک چې پوهېږي په راتلونکې کې يې ګټې خوندي کېږي ارام دي."

که څه هم ښاغلي غني په خپلو خبرو کې د چا نوم وانه خیست خو په دې وروستیو کې د ولسمشر او د هغه د کړونو او مدیریت په اړه بېلابېل اعتراضونه او انتقادونو وشول چې ان د استعفا غوښتنه یې وشوه.

محمد اشرف غني په خپلو څرګندونو کې وویل چې ټولنه په زور او استبداد مخکې نه ځي او د ملي یووالي لپاره باید واحد فکر موجود وي.

ښاغلي غني زیاته کړه:

"یوه ټولنه په زور پایداره نه شي پاتې کېدلای، په بحثونو او قناعت ورکولو سره همغږي پیدا کوي، دا اړینه ده چې فکر مو د ملي یووالي لپاره خلاص وي، تر کومه چې د یو فرد په توګه یو بل ونه منو زموږ ملي وحدت نه شي تامینېدلای."

د ارګ او خلکو د مناظرې هدف چې نن په کې افغان ولسمشر ورته دغه څرګندونې وکړې د ارګ مېشتو په وینا په حکومتدارۍ کې د بنسټیز بدلون راوستل دي.

دغه مناظره په داسې حال کې جوړېږي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي بیا په افغانستان کې وروستیو پېښو ته په کتو خبرداری ورکړی که افغان حکومت د حکومتدارۍ په بڼه کې بدلون رانه ولي ممکن دا هېواد له ناورین سره مخ شي چې کنټرول به يې سخت وي.

په افغانستان کې یوازې په روژه میاشتې کې رامنځته شوي خونړۍ پېښې.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdjk0fnyt0of6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته