د
افغان غږ خبری آژانس غږ (
افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې :
د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس وویل چې د امریکا ولسي جرګه به د افغانستان پر حالت ډېر تمرکز ولري، څو دې هېواد کې د خلکو حالت ښه شي. په همدې حال کې په امریکا کې افغان سفیر هیله من دی چې په بېلابېلو برخو کې به د امریکا همکاري دوام ولري.
د امریکا نوي حکومت تر ورځو ورځو انتظار وروسته خپل کار پیل کړ. اوس د افغانستان خلک او دولت تمه لري چې د ډونالدټرمپ په مشرۍ د امریکا نوی حکومت به افغانستان کې څرنګه سیاست په مخ وړي. د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس په واشنګټن کې د اریانانیوز خبریالې د پوښتنې په ځواب کې وایي چې د امریکا ولسي جرګه به پر افغانستان ډېر تمرکز ولري.
د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس اد رویس وايي: “مونږ دا مهال د کارونو د ټاکلو په حال کې یو، ما د ملي امنیت له سلاکار سره خبرې وکړې، دولت اوس د یوه مشخص سیاست د جوړولو په حال کې دی، خو د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه به د افغانستان پر سیاست ډېر تمرکز ولري. زما مشوره د امریکا ولسمشر ته دا ده چې ووینئ د ځواکمنتیا له پاره څه کولای شو او دا کار مو بېلابېلو کچو کې کړی، د بېلګې په ډول د افغانستان د خلکو غږ باید منعکس شي او د افغان دولت پلانونو ته چې ګټه یې خلکو ته رسېږي، باید رسیدګي وشي او د هغو کسانو پر وړاندې باید مبارزه وشي چې غواړي افغانستان تخریب شي.”
په همدې حال په امریکا کې افغان سفیر هیله من دی چې د امریکا نوی دولت به په افغانستان کې پر بېلابېلو برخو کې همکاریو ته دوام ورکړي.
په امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب وايي: “اوس د نوي حکومت د کار د پيل وخت دی، هيله لرو چې د ښاغلي ټرمپ حکومت به له افغانستان سره په سياسي، اقتصادي او نظامي برخو کې کار وکړي.”
امریکا اوس هر کال د افغانستان په پوځي، اقتصادي او سیاسي برخو کې د میلیاردونو ډالرو مرسته کوي او اوس چې واشنګټن کې نوي حکومت په کار پیل کړی، وبه کتل شي چې په کومو شرایطو له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکوي.