د کورنیو چارو وزارت ویلی، پلازمېنه کابل کې د پولیسو او وسله والو غلو تر منځ نښته کې یو تن وژل شوی او دوه ژوندي نیول شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې یاد پېښه پرون د کابل ښار اړوند په دولسمې امنیتي حوزې کې رامنځ ته شوې ده.
سرچنیو زیاتیوی، د نښتې په ترڅ کې یو تن وسله وال غل وژل شوی او دوه نور د امنیتي ځواکونو له خوا ژوندي نیول شوي دي.