دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۰
د مطلب کود : 143118
ولسمشر په ننګرهار کی پر ملی تلویزیون باندی برید وغندله/ داعش د ملی تلویزیون برید په غاړه واخیسته
محمد اشرف غنی د افغانستان ولسمشر، د ننګرهار ملی تلویزیون او رادیو پر ساختمان باندی برید د بیان آزادی دشمنانو کار وباله.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) د ګزارش له مخی پرون سهار د ۱۰:۳۰ ساعتونو په شاوخوا ۵ انتحاری مهاجم د جلال آباد په ښار کی پر یو دولتی ملی تلویزیون او رادیو ساختمان باندی برید وکړ چی په دی ترڅ کی ۲ کسه شهید او ۱۶ تنه نور ټپیان سول.
د داعش تروریستی ډله د ملی تلویزیون برید مسوولیت په غاړه واخیست.
ولسمشر غنی ددی برید سخت غندلو ترڅنګ وویل: تروریستان نهادونو او رسنیو باندی برید کولو سره غواړی د هغه کسانو غږ بند کړی چی هر وخت د حقایقو د روشانه کولو لپاره هڅی کوی.
ولسمشر تصریح کړ: تروریستان او باداران یی باید پوه سی چی هغوی داسی وحشیانه اعمالو سره نه سی کولای چی د افغانستان خلګو اراده او عزم د دموکراسی ارزشونو او بیان آزادی ته پوره لاسرسي لپاره خدشه داره کړی.
ولسمشر په ټینګار سره وویل چی حکومت د بیان آزادی د ملاتړ او خبرنګارانو مصؤنیت په مقصد، نور امنیتی تدابیر به ونیسی.
ولسمشر د هیواد دفاعی او امنیتی ځواکونو سریع او پروخت اقدام  د تروریستانو د منځه وړنی او تلفاتو د مخنیوی لپاره، وستایله.
د ننګرهار والی ویاند وایی چی ۵ مهاجم په دی برید کی لاس درلود.
هغه زیاته کړه چی یو مهاجم په لومړۍ سر کی ځان سره چاودیدونکی توکو ته د رادیو تلویزیون ساختمان په وړاندی چاودنه ورکړه او دری تنه یی ساختمان ته دننه سو چی د امنیتی ځواکونو سره په نښته کی ووژل سو.
هغه زیاته کړه چی یو بل مهاجم د حادثی ساحی ته نږدی په یو کوڅه کی، ونیول سو.
https://avapress.com/vdcdfs0fjyt0of6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته