دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 143811
د کابل په نږدې ولسوالیو کې د طالبانو له شتوالي خبری
د کابل ولایتي شورا ريیس وايي، چې وسلوال طالبان د شپې له خوا په پغمان، موسهي، سروبي او قرباغ ولسوالیو کې خلک تالاشي کوي او پراخ شتون لري.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د کابل ولایتي شورا رييس سید عبدالرحمان هاشمي وايي، چې وسلوالو طالبانو د کابل په یو شمېر ولسواالیو کې فعالیت پیل کړی او د شپې له خوا د پغمان، سروبي، قره باغ او موسهي ولسوالیو په ځينو سیمو کې خلک تلاشي کوي.
د هغه په وینا؛ وسلوالو طالبانو په دغو سیمو کې جلب او جذب هم پیل کړی دی.
د پغمان ولسوالۍ اوسیدونکي هم مني، چې په ارغندۍ او پشه يي دره کې وسلوالو طالبانو فعالیت پیل کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند دغه رپوټونه بې بنسټه ګڼي او وایي؛ مونږ ته داسې ګزارش نه دی تر لاسه شوی، چې طالبان دې په کابل کې د تلاشۍ ځواک ولري.
که څه هم په تېرو څو کلونو کې پلازمېنه کابل د وسلوالو طالبانو له ځانمرګو بریدونو او چاودنو خوندي نه و؛ خو اوس د هغوی فزیکي حضور دا دی ښاریان اندېښمن کړي دي.
https://avapress.com/vdcdfs0ffyt0oj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته