دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۱۶
د مطلب کود : 144810
ملت جوړونه اصول لری؛ په خبرو باندی ملت نه جوړیږی
ولسمشر غنی خپلو مشورتی لیدنو په ادامه کی،د چهارشنبه په شپه په ارګ کی د کابل محصلینو او استادانو او رئیسانوکوربه وو.
ولسمشر په دی لیدنه کی پر یو ملی ګفتمان اړتیا باندی ټینګار وکړ او وویل: زموږ لیدنه د خلګو بیلابیلو قشرونو سره، په هیواد کی د یو سراسری ګفتمان د رامنځته کولو لپاره یو شروع وی او باید قدرتمنده سیاسی او اجتماعی اجماع شکل ونیسی. د ملی ګفتمان په لړ کی بالخصوص کابل امنیت په اړه به نتیجه ته ورسیږو و د ټولو خلګو نظریی ضروری دی.
موږ غواړو ملت متحد کړو تر څو د ټولو مشکلاتو سره مقابله وکړو او زموږ په منځ کی باید هیڅ بهرنۍ مداخله صورت ونه نیسی. زه هیڅ ګوند، قوم، سمت او ژبی پوری تعلق نه لرم، بلکه مسلمان او افغان یم، د ښځی او نارینه مساواتو باندی متعهده یم او ریاست جمهوری د وصل ځای دی نه د فصل.
علمی نهادونه او پوهنتونونه په ملت جوړونه کی اساسی نقش لری او باید سیمه ایز پیژندونکی کدرونه تربیت کړی، د خپل شرایط او سیمی څخه ښه درک او پوهه ترلاسه کړو. د تیرو دوو کالو راهیسی زموږ ادارات شپږ کاله ځوان سوی دی او د استخدام روند شفافیت لوری ته ځی.
بیله کوم شکه باید دولت د ملت په جوړونه کی باید هڅه وکړی او ترڅو چی دا مهم تحقق پیدا نه کړی، د دولتداری کار هم سم او شفاف مخته نه ځی. مخکی د هر بحث څخه باید پوه سو چی دولتمردان او رهبران د خپلو ملتونو همبستګی او اتحاد باندی فکر کوی او په دی لاره کی خپل ټوله هڅه په کار وړی چی لوی او ارزښت لرونکی انسانان دی او لکه څنګه چی متین او پرځای خلګ دی، دا هیله لری چی د هغوی ملتونه هم د هغه په شان آزاده او نجیب او با ارزښته وی او نړۍ، د دوی او ملتونو باندی یی یو خاص حساب خلاص کړی.
خو دا مهم؛ یعنی د ملت جوړونی برنامه او پروسه، خپل اصول او قواعد لری او داسی په آسانه نه سی کیدلای چی د دولت لو هوادارانو په راټولولو سره په علمی او پوهنیز او نورو نهادونو کی، د تعارفی او تشریفاتی خبرو سره په لږ وخت کی شکل ونیسی او د هیواد ټوله خلګ د هغه کرامت او برکاتو څخه برخمن سی.
که ښه او ادبیاتی او فاخر خبری او کلمی هم ادا سی، په حقیقت کی د همغه حلوا حلوا ویلو حکم لری چی هیڅ خوله تراوسه نه خوږ کړۍ او که دولت او دولتمردان وغواړی هم خپله او هم ملت یی د ملی وحدت او همبستګی شیرینی حلوا باندی پوه سی، اړتیا سته چی د غیری عملی خبرو څخه لیری سی او په دی برخه یعنی ملت جوړونه کی په دقیق او شفاف عملکرد سره، خپله د خلګو او ملت لپاره الګو وی.
خبری د ملت جوړونی او همقبلونی څخه په داسی شرایطو کی ویل کیږی چی متاسفانه سران او دولتی مشران او غیری دولتی مشران ددی لاری برخلاف په حرکت کی دی او نه یواځی خپله یو بل د یو بل ترڅنګ قبول نه لری؛ بلکه د ملت زړونو لیری کولو کی د یو بل څخه دیر هڅه کوی.
سران او مشران په افغانستان کی بالخصوص په دی یو او نیم لسیزه کی چی په قدرت او دولت کی د اقوامو مشارکت بحث مطرح سوی دی، مصرانه هڅی کړی دی چی ددی څخه د ځان او خپل ټیم په ګټه بهره برداری وکړی او قومی او قبیله ای او ژبنۍ او حتی مذهبی عصبیتونو حسونو په تحریک سره، په دولت او قدرت کی سیاسی ژیر تیریدونکی سخیف ګټو ته لاسرسۍ پیدا کړی او لوی ګټه چی همغه د خلګو اتحاد او همدلی وو له لاسه ورکړی او خپل خلګو ورورګلوی او برابری او اتحاد پر جسم باندی ضربه وارد کړی.
ولسمشر ددی څخه چی علمی محیطونه او پوهنتونونه د همبستګی او ملت جوړونی لپاره ترویج او تبلیغ لپاره انتحاب کړی دی، ښه او پرځای کار ترسره کړی دی؛ خو کاش دوی مخکی ددی انتخاب، د دولتی پوهنتونونو مشرانو ته دا ملی او میهنی توصیه د یو لازم الاجرا حکم او فرمان په حیث ابلاغ کړۍ وای د استخدام معیار او ملاک د هیواد اکادمیک او علمی مراکزو کی، یواځی او یواځی شایسته سالاری او اهلیت او قابلیت وی؛ نه قومیت او ژبه او مذهب او نور مسائل.
په تاسف سره باید یادآوره سو چی په همغه وخت کی چی محترم ریاست جمهوری په ارګ کی د پوهنتونونو لوړ پوړۍ چارواکی سره د ملت جوړونی او د ورورګلوی روحیه ساتلو او برابری په اړه خبری کوی او شه پلانونه او طرحی ارائه کوی، د ارګ څخه دباندی په علمی او اکادمیک محیطونو کی، تبعیض او تعصبات خپل اوج تجربه کوی.
د ډیرو استادانو او علمی کسانو اظهاراتو په اساس چی د ملی وحدت حکومت نطفه جوړیدو مخکی، پوهنتونونو ته لاره موندلی دی او دا چی متعصبینو میل خلاف په هغه ځایونو کی شتون لری، کلیدی پستونه په اکادمیک محیطونو کی د ځینو کسانو له لوری، تحجیر او تصاحب سوی دی او تردی ځایه چی باتجربه او فهیم استادان چی علمی او پوهنیزه رتبه یی لوړ دی، د کلیدی کرسیو څخه په پوهنتونونو کی محروم پاته دی.
همدارنګه داسی استادان هم سته چی په هیواد کی په عالی زده کړو مراکزو کی د ترقی او تدریس توان لری؛ خو دا چی دولتی پوهنتونونو او د هغه څخه بغیره ځایونو د جذب او قبلیدو لپاره مراجعه کوی، په دی دلیل چی په فلان فارسی ژبی هیواد کی تحصیل کړی دی، د علمی خدمت او زده کړیز تجربو لیږد څخه و ځوان نسل ته، همداسی پاتیږی.!
اوس اساسی پوښتنه د ریاست جمهوری او نور دولتمردانو څخه چی د ملت جوړونی او اتحاد څخه خبری کوی، دادی چی دداسی نامبارک روند او هم هبستګی او همقبلونی روحیی سره په تضاد کی، کیدلای سی د پوهنتونونو د سرانو او مشرانو څخه هیله وکړل سی چی د همقبلونی کارونه د هغه ځایه شروع کړی او د ملت جوړونی استارت د هغه مکان څخه ووهی؟!.
https://avapress.com/vdcdfo0fzyt0oj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته