دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 154611
د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش پر ضد عملیات پیل شول

د افغانستان د دفاع وزارت وایي چې افغان ځواکونو اوړمه شپه د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو په ولسوالۍ کې د داعش ډلې د وسله والو پرخلاف عملیات پیل کړي چې په ترڅ کې یې یو شمیر سیمې د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ  ته وویل چې د خوږیاڼو په ولسوالۍ کې په هوايي بریدونو کې د داعش وسله والو ته د سر زیان هم ر سیدلی دی.

جنرال وزیري وویل " د خوږیاڼو او د وزیرو د سیمو څخه د داعش د وسله والو د پاکیدو تر وخته به په دغه ولسوالۍ کې عملیات دوام ومومي".

د ننګرهار ولایتي چارواکي هم وایي چې د خوږیاڼو ولسوالۍ کې داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې پر ضد عملیات روان دي،چې په ترڅ کې یې په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې له اسلامي دولت یا داعش وسله والو څخه ځینې سیمې هم نیولې دي.

ختیځ زون کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ‌‌‌‌‌‌ډګرمن شیرین اغا فقیري امریکا غږ ته وویل چې افغان ځواکونو له داعش سره په مخامخ جګړه او توپچي بریدونو کې نهه داعش وسله وال وژلي او څلور نور زخمیان کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې تر اوسه د ‌‌‌‌‌‌ډاګو کلی، ندافانو کلی او میرزاخېلو سیمې حکومتي ځواکونو نیولي دي او حکومتي قواوې د پرمختګ په حال کې دي.

داعش وسله والو د تېرې یونیمې میاشتې راهیسې د خوږیاڼو وزیرو تنګي سیمه کې له وسله والو طالبانو سره سختې جګړې وکړې چې له امله یې دغې ډلې په ولسوالۍ کې یو شمیر سیمې له طالبانو ونیولې.

دغو جګړو کې د افغان حکومت دواړو خالفو ‌‌‌‌‌‌ډلو ته د درنې مرګ ژوبلې سره سره زرګونه کورنۍ هم د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې.

د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي یو اوسېدونکي چې اوس یې خپله کورنۍ له سیمې څخه راویستلې او د ولسوالۍ سره څېرمه سیمه کې اوسېږي امریکا غږ ته وویل عملیاتو کې یو څه پرمختګ شوی دی.

نوموړي زیاته کړه چې حکومت باید له داعش څخه پاکې شوې سیمې وساتي تر څو ورته عام خلک بېرته ک‌‌‌‌‌‌ډې یوسي.

 داعش ډلې د افغان امنیتي ادارو د چارواکو دغو ادعاو ته لا غبرګون نه دی ښودلی.

https://avapress.com/vdcdfo0ffyt0k96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته