دخپریدو نیټه :شنبه ۸ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۷:۱۲
د مطلب کود : 97811
د کابل پوهنتون ځینو محصلینو له دې پوهنتونه د ولایتونو پوهنتونونو ته د تبدیلۍ پرضد مظاهره وکړه
د کابل پوهنتون لسګونه محصلینو نن د لوړو زده کړو وزارت د هغې پریکړې پر ضد مظاهره وکړه؛ چې له مخې یې یو شمیر محصلین د کابل پوهنتون څخه د ولایتونو پوهنتونونو ته تبدیل شوي.

دا پریکړه په دې پسي وشوه چې؛ شاوخوا دوې میاشتې مخکې د کابل پوهنتون د محصلینو تر منځ شخړه کې یو شمیر محصلین ټپیان شول.

د لوړو زده کړو وزارت وروسته پریکړه وکړه چې؛ په دغه پيښه کې ښکیل شپږ ویشت محصلین ولایتونو ته تبدیل کړي.

خو دا محصلین وايي، دوی د لوړو زده کړو وزارت دا پریکړه نه مني او وايي، تر څو چې یې غوښتنه ونه منل شي؛ خپل اعتراضونو ته به دوام ورکړي.
https://avapress.com/vdcdfj0n.yt05f6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته