دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۵۹
د مطلب کود : 148212
ویس احمد برمک محمد اشرف غنی  لخوا کورنیو چارو وزارت ته نوماند شوی
ویلکږی ، ویس احمد برمک محمد اشرف غنی لخوا کورنیو چارو وزارت ته نوماند شوی، همداراز پخوانی وزیر، تاج محمدجاهد په امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکارشوی.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د افغان ولسمشرپه دولت کې له پېښو سره د مبارزې وزیر، ویس احمد برمک د کورنیو چارو وزارت ته نوماند کړی او پخوانی د کورنیو چارو وزیر، تاج محمدجاهد په امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار وزیر په توګه ګمارلی دی.
د ارګ خبر خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي:«د اساسي قانون ۶۴ مادې او ۱۱ فقرې پر اساس د ویس احمد برمک مقرري د کورنیو چارو وزارت نوماند په توګه منظور شوه.
سرچینیو زیاتیوی، ده چې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر به نوموړی پارلمان ته د رایو اخیستو په موخه معرفي کړي.
خبرپاڼه کې ویلی، د محمد اشرف غنی بېل فرمان په ترڅ کې راغلي دي چې د کورنیو چارو پخوانی وزیر، تاج محمد جاهد یې په امنیتي چارو کې د ولسمشر سلاکار په توګه ټاکلی دی.

https://avapress.com/vdcdfj0fxyt0ox6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته