دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۴:۴۹
د مطلب کود : 108414
بلخي: له پاکستانه د افغان کډوالو ستنیدنه بايد پخپله خوښه او درناوي ترسره شي
د افغانستان د کډوالو چارو وزيرسيد حسين عالمي بلخي وايي، چې له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغان کډوالو خپل هېواد ته پرخپله خوښه ستنول او هلته يې ځاى پرځاى کول د افغانستان د ملي يووالي د حکومت له لومړيتوبونو څخه دي او موږ په دې لړ کې پياوړې اراده او سترې برنامې لري.
نوموړي همدا راز وويل، چې افغان کډوال بايد خپل هېواد ته ستانه شي، خو دا ستنېدنه بايد په خپله خوښه، په درناوي او تدريجي توګه ترسره شي.
نوموړي دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په د پاکستان په پايتخت اسلام اباد کې د پاکستان، افغانستان او يو،اين،ايچ،سي،ار ترمنځ تر درې اړخيزې غونډې وروسته يوې خبري غونډې ته په وينا کې وکړې.
د افغانستان د کډوالو چارو د وزيرپه مشرۍ يو جګپوړى پلاوى، چې د يکشنبې په ورځ پاکستان ته راغلى، په اسلام اباد کې د پاکستان د مرکزي حکومت او همدا راز د خيبرپښتونخوا د ايالتي حکومت له چارواکيو سره وکتل او په دې هېواد کې يې د افغان کډوالو د ستونزو او د هغې په اواري يې ورسره خبرې وکړې.
ښاغلي بلخي دغه خبري غونډې د وينا پرمهال د پاکستان د حکومت مننه وکړه، چې له تېرو دېرشو کالو راهيسې د افغان کډوالو کوربه دى.
نوموړي همدا راز وويل، په تېرو څو ورځو کې له پاکستانيو چارواکيو سره په خبرو اترو کې دواړه خواوې دې نتيجې ته رسېدلى، چې په دې هېواد کې دې ټول ناراجستر شوي افغان کډوال هم راجستر شي، څو د هغوى مشخص شمېر معلوم شي او افغان دولت يي د بېرته ستنېدو لپاره پوره چمتووالى ونيسي:
"موږ د څو ورځو د خبرو اترو په ترڅ کې دې نتيجې ته ورسېدو، چې افغان کډوال بايد خپل هېواد ته ستانه شي، خو دا ستنېدنه بايد په خپله خوښه، په عزت او تدريجي ډول وي.
موږ په پاکستان کې ګڼ شمېر ناراجستر شوي افغان کډوال هم لرو، موږ په دې خبرې سلا شوو، چې دا ډول ناراجستر شوي افغان کډوال د پاکستان او افغانستان تريوې ګډې پروسې لاندې راجستر کړل شي، چې د دې موخې لپاره مو يوه کمېټه وټاکله او پر کار يې پيل وکړ."
نوموړي همدا راز وويل، چې پاکستان او افغانستان به په راتلونکي کې هم د افغان کډوالو د ستونزو په اواري کې ګډ او مهم ګامونه پورته کړي او هره پريکړه چې کې کېږي، د دواړو هېوادونو په همغږۍ به وي.
په عين حال کې د پاکستان د سرحدونو او قبايلي چارو وزيرعبدالقادر بلوچ خبري غونډې ته په وينا کې له افغان پلاوي سره خبرې اترې مثبتې وبللې او ويې ويل، چې دواړه غاړې يوې نتيجې ته سره ورسېدل.
د عبدالقادر بلوچ په خبره، که څه هم په دې هېواد کې د مېشتو راجستر شويو افغان کډوالو دا وروستى کال دى، خو موږ په دې لړکې کار کوو او ښايي کوم بل پلان هم رامخې ته شي:
"د ناراجسټر شويو افغان کډوالو پرضد د عملياتو پريکړه نه ده شوې، که څه هم د هغوى شمېر ډېر زيات دي، خو موږ غواړو چې هغوى هم راجستر کړو.
که څه هم د روان کال د دسمبر ٣١مه نېټه په دې هېواد کې د مېشتو راجستر شويو افغان کډوالو د اوسېدنې وروستى ضرب الاجل دى، خو دې نېټې ته لا ډېر وخت دى او موږ لا د کال په درېيمه مياشت کې يو.
موږ په دې لړکې کار کوو او کېداى شي تر وروستۍ نېټې مخکې کومه بله لار راووځي."
عبدالقادر بلوچ يوځل بيا پردې خبرې ټينګار وکړ، چې تردې دمه په پاکستان کې مېشت هېڅ يو افغان کډوال په ترورېستي پېښو کې ککړنه دى ګڼل شوى او نه هم کوم افغان په دې تور نيول شوى دى.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د کډوالو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي ترهغې وروسته د يوه نهه کسيز پلاوي په ملتيا پاکستان ته سفر وکړ، چې د تېرکال د دسمبر په ١٦مه نېټه په پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي د پاکستاني طالبانو تر بريد وروسته په دې هېواد کې مېشت افغان کډوال ترسخت فشار لاندې وو او د خيبر پښتونخوا ايالتي حکومت هغوى ته له دې ايالته د وتلو امر کړى و.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdfj0foyt0zo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته