دایران داسلامی شورا استازی، د عربستان اقدامونه، د سیمی او د اسلام د نړۍ لپاره، ډیر جدی خطر وباله .
دایران داسلامی شورا استازی، محمد بیاتیان، د تهران چاپ د آرمان ورځپاڼی په نننۍ ګڼه کی ولیکل : عربستان د یو دیکتاتوری نظام په توګه، له هیڅ ډول ؤلسی اډانی څخه برخور نه دئ، او یواځی د تیلو په ډالرو سره، خپل ژوند ته دوام ورکوی .
دایران داسلامی شورا دغه استازی ولیکل ؛ د آل سعود رژیم یو ترهه ګر روزونکی رژیم دئ، او القاعده؛ طالبان؛ داعش؛ او دالنصره جبهه، په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه، د سعودی عربستان د تیلو په ډالرو سره پیاوړی او تغذیه کیږی .
په دغه مطلب کی لیکل شوی دی: د سیمی پر ځینو عربی هیوادونو باندی، واکمن نظام، په تیره بیا دعربستان رژیم، یو لاس کښنولئ نظام ګنل کیږی، او د هغو واکمنان او مشران، د خلګو له خوا نه دی غوره شوی .