دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ دلو ۱۳۹۳ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 106119
په جلال اباد کې چاودنې يو ماشوم شهيد کړ
ولايت مقام ته د امنيتی ادارو د ورکړل شويو معلوماتو له مخې نن سهار شاوخوا اوه نيجې بجې د جلال اباد ښار اولې ناحيې اړوند د کانال ډيپو شرقې لورې ته د کيمپونو په سيمه کې د يو ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله يو سپندي ماشوم شهيد شو.
د ننګرهار والي مولوي عطاء الله لودين په ياده پېښه ژوره خواشينې ښودلې، شهيد ماشوم ته يې د مغفرت او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله کړې.
دغه راز ښاغلي لودين په ورته وخت کې امنيتي ادارو ته دنده سپارلې، چې د دې پېښې عاملين پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د ننګرهار والي د لارښوونې سره سم په سيمه کې امنيتي موظفينو پلټنه شروع کړې ترڅو د دې پېښې عاملين پيدا کړې.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdf90fnyt0zf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته