دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 142560
په سرپل کې طالبانو ته د دوه چورلکو د کښېناستو څېړنه پیل شوې
ملي دفاع وزارت د سرپل په صیاد ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پر تر ولکې لاندې سیمه د دوه چورلکو د کښېناستو په اړه څېړنه پیل کړې ده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د افغانستان دفاع وزارت له هغې وروسته د څېړنو له پیل خبر ورکړ، چې د سرپل د ولایتي شورا غړیو او د سیمې خلکو خبر ورکړ چی د صیاد ولسوالۍ په یوه سیمه کې، چې د وسلوالو طالبانو تر ولکې لاندې ده، دوه چورلکې کېښناستې او د سرپل والي ویلي وه، چې له څېړنو مخکې په دې برخه کې څه نه شي ویلی.
د ملي دفاع وزارت تر اوسه دغه پېښه نه تائيدوي؛ خو وايي، چې څېړنې یې روانې دي.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي، په سیمه کې د لوا قومندان څېړنې پیل کړي او پایلو ته یې په تمه یو.
د سرپل والي ظاهر وحدت وايي، چې له دې مخکې هم داسې ګنګوسي وه، چې په صیاد ولسوالۍ کې چورلکې ناستې دي؛ خو نه پوهیږم، چې د کوم هیواد دي.
پوځې کارپوه میاګل خالد په دې باوردی، چې حکومت د سیمو د ساتنې وړتیا له لاسه ورکړې او د وسلوالو طالبانو ملاتړي په دغو سیمو کې دولت ضد فعالیتونو ته زمینه برابروي.
له دې مخکې د کندوز والي په ډاګه کړې وه، چې د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې روسي چورلکو ناسته کړې وه. دغه راز تېر کال د لوګر په ازره ولسوالۍ کې یوه پاکستانۍ چورلکه ناسته وه.
https://avapress.com/vdcd9x0fzyt0ok6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته