دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 142164
کابل کې ځانمرګي برید ۸ تنه وژلي او ۲۵ يې ټپيان کړي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار شاوخوا اته بجې د کابل ښار په نهمې امنیتي حوزې کې د ځانمرګي برید له امله ۸ تنه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

د صدای افغان خبری آژانس(افغان غږ خبری آژانس)، برید د نهمې امنیتي حوزې د مکروریانو په سیمه کې د خورشید په نوم د یو هوټل مخې ته د سړک پر سر شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش امریکا غږ آشنا ته وویل "په خواشینۍ سره چې دغه برید تلفات لري، اته تنه شهیدان دي، پنځه ویشت ټپیان شوي ټول ملکي وګړي او غیرنظامیان دي."

هغه زیاته کړه، چې دغه برید د موټر بم په مټ ترسره شوی او موخه یې د بهرنیو ځواکونو د موټرو یو کاروان وو، چې له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو.

د ښاغلي دانش پر وینا په دې پیښه کې بهرنیو ځواکونو ته د سر زیان نه دی اوښتی.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت په یو بیان کې ویلي، چې نن سهار اته بجې یو ځانمرګي بریدګر د ایتلافي ځواکونو د موټرو یو کاروان، چې له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو، په نښه کړی دی.

د قاطع ملاتړ د ماموریت ویاند کپټان ویلیم سیلون ویلي، په دغه برید کې د ایتلافي ځواکونو درې منسوبین برسیرن ټپیان شوي، چې دا مهال د قاطع ملاتړ ماموریت په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

کپټان سیلون د ټپي شویو منسوبینو حالت ښه او له اندیښنې څخه بهر ښودلی دی.

له دغه برید وروسته افغان امنیتي ځواکونو د پیښې ځای ته ټولې غځیدلې لارې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې دي.

لا تر اوسه د برید مسولیت کوم چا یا ډلې نه دی منلی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9x0foyt0of6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته