دخپریدو نیټه :جمعه ۵ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۹
د مطلب کود : 143668
د افغانستان او روسیې د ملي امنیت سلاکاران په دوه اړخیزه لیدنه کې مهمو توافقاتو ته ورسیدل
د افغانستان اسلامي جمهوريت د ملي امنیت سلاکار ښاغلی محمد حنیف اتمر، چې له تیرو دوو ورځو را پدیخوا د روسیې په پلامېنه مسکو کې د عالي رتبه امنیتي مسوولینو په اتم کلني کنفرانس ګډون لري. د خپلو لیدنو او ملاقاتونو په لړ کې یې د روسیې فدراتیف جمهوریت د ملي امنیت له سلاکار ښاغلی نیکولای پتروشف سره د سیمې او افغانستان پر سیاسي او امنیتي حالت تفصیلي خبرې وکړې.
د افغانستان او روسیې د ملي امنیت سلاکارانو په سیمه او افغانستان کې د سولې او ثبات د ملاتړ له پاره د سیمې د هېوادونو په ګډون د هر اړخیزې برنامې پر رامنځته کیدو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یو لوړ توافقاتو ته ورسیدل.
د روسیې د ملي امنیت سلاکار نیکولای پتروشف په خپلو څرګندونو کې په سیمه او افغانستان کې د سولې او ثبات په موخه د افغان دولت هلې ځلې وستایلې د افغانانو په مشرۍ یې د سولې له بهیر څخه ملاتړ په ډاګه کړ.
دواړو لوریو د سولې په بهیر کې د دوه اړخیزو او درې جانبه برنامو پر څرنګوالي د بحث ترڅنګ د سولې په بهیر او له تروریزم سره د مباررزې په برخه کې د امریکا، ایران هند او چین پر مثبت رول خبر وکړې.
دواړو لورو هوکړه وکړه، چې په سیمه کې به د تروریزم خلاف او د سولې په موخه د حمایوې برنامې د جوړیدو په موخه پر یوه هر اړخیزه طرحه او مکانیزم کار کوي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکارښاغلي محمد حنیف اتمر په ځانګړي توګه د ترهګرۍ خلاف د روسیې او افغان دولت ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې د روسیې د فدارتیف جمهوریت رول مهم و باله.
د افغانستان او روسیې د ملي امنیت سلاکارانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي او نظامي همکاریو پر څرنګوالي تفصیلي خبرې وکړې او په دې برخه کې د همکاریو پر پراختیا او دوام هوکړه وشوه.
په دې لیدنه کې د افغانستان او روسیې د ملي امنیت سلاکارانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د تبلیغاتي تقابل پر ابعاد هم بحث وکړ، دواړه لوري په دې سلا شول چې د روسیې او افغانستان تر منځ د تبلیغاتي ټکرونو څرنګوالی به په دقت سره څیړي او د یو بل پر وړاندې به د منفي تبلیغاتو مخه نیسي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلی محمدحنیف اتمر چې له تیرو دوو ورځو راهیسې د سیمې او نړۍ د بیلابیلو هېوادونو له عالي رتبه مسوولین سره د روسیې په پلازمېنه مسکو کې پر لیدنو کتنو بوخت دی، د افغان ځواکونو د تجهیز او په سیمه کې د تروریزم خلاف او د سولې د ملاتړ په موخه د ولسمشر له لرلید سره سم د یوه هر اړخیز پروګرام د رامنځته کیدو په برخه کې د پام وړ پرمختګونو کړي دي.
د افغانستان د ملي امنیت له سلاکار سره په دې سفر کې په منځنۍ اسیا او د قفقاز حوزې په هېوادونو کې د ولسمشر ځانګړی استازی ښاغلی شاکر کارګر او د ملي امنیت شورا دفتر د نړیوالو اړیکو او سیمه ییزو همکاریو عمومي رییس ښاغلی تمیم عاصي ملتیا کوي.
https://avapress.com/vdcd9s0fjyt0o96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته