دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۳۱
د مطلب کود : 143361
د طالبانو تر تصرف لاندی سیمو کی د ناپیژندل سوی الوتکی ۲۰ دقیقه ایزه ناسته
یو الوتکه تیره شپه د برکه ولسوالی منګو خیل سیمه کی چی د طالبانو تر کنترول لاندی دی، د ۲۰ دقیقو په شاوخوا ناسته کړۍ دی.
د افغان غږ افغان غږ خبری آژانس د خبرله مخی د بغلان امنیتی موثق سرچینه چی نه غواړی نوم یی واخیستل سی وایی، ناوخته تیره ورځ(جمعه) یو ناپیژندل سوی الوتکه د برکه ولسوالی منګوخیل سیمه کی چی د طالبانو کنترول لاندی دی، د ۲۰ دقیقو لپاره ناسته کړی دی.
محمد ظریف ظریف، ددی ولایت ولایتی شورا غړۍ هم ددی خبری په تایید سره وایی، دا الوتکه د طالبانو لپاره نظامی مهمات لیږدولی دی.
اکرام الدین سریع، د بغلان پولیسو قومانده ددی الوتکی د ناستی په اړه څه نه وایی، خو عبدالحی نعمتی، د بغلان والی دا موضوع ردوی. نعمتی د طالبانو تبلیغات بولی او وایی چی په دی اړه هیڅ مدرک او سند په لاس کی نسته.
طالبان په یو اخیره اونۍ کی خپل ډله ایز بریدونو سره هڅه کړي تر څو د برکه ولسوالی اداره په لاس کی ونیسی، خو دا بریدونه د امنیتی ځواکونو د سخت غبرګون سره مخ سو.
دا لومړۍ ځل نه دی چی ناپیژندل سوی الوتکه د طالبانو تر تصرف لاندی سیمه کی ناسته کوی. مخکی ددی نه ځینی الوتکی د طالبانو په سیمه کی تلل او راتلل کوله او په اخیرو کی څلور ماشینه طیاره د داعش ځواکونو لپاره په جوزجان، فاریاب او سرپل کی سرتړلی صندوقونه غورځولی دی.
سرچینه: سلام وطندار
https://avapress.com/vdcd9s0ffyt0os6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته