افغان ولسمشر په هیواد کې د نشه ای توکو قاچاقچیان په هیواد کې د اعتیاد اصلي عاملین بولي او ټینګار کوي چې د دغه کار د مخنیوي لپاره د قاچاق کوونکو په سر به یې په سوک ووهي.
ولسمشرغني چې د احیايي امید او فنی او حرفوي زده کړو په رسمي پرانیست غونډه کې خبرداری ورکوي چې د مخدره توکو قاچاق کوونکي په افغانستان د اعتیاد اصلي عاملین دي او ددوي باید په سوک سره سم شي.
ولسمشرغني وویل : "یوه وړه لږکۍ د ټولنې ډیری خلک په نشه ای توکو روږدي کوي او باید ددوی پروړاندې سخته مبارزه وشي او زیاته یې کړه چې د مخدره توکو د تولید ډيرۍ پیسې د بهرنیو لارښوونکو جیبونو ته ورځي."
د نوموړي په وینا، د نشه ای توکو د له منځه وړو لپاره ملي بسیج ته اړتیا ده او دا یواځې د دولت فعالیت باندې شونی ندی.
هغه له نړیوالې ټولنې غواړي څو د دغې ستونزې د له منځه وړو لپاره له افغانستان سره همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په همدغه غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزیره نسرین اوریاخیل وویل چې د دغه وزارت په راپورکې راغلي چې دمګړي په ټول افغانستان د ښځو په ګډون درې میلیونه خلک په مخدره توکو روږدي دي.
د هیواد د عامې روغتیا د راپور له مخې له دې ډلې څخه په کال کې ۳۵ نه تر ۴۰ پورې د روږدو کسانو درملنه کیږي.
په روان کال کې د مخدره توکو د زیانونو په اړه خبرتیا، مشوره ورکونې، د ناروغانو درملنه او د ناروغانو بیاځلې فزیکي احیا د د عامې روغتیا اصلي کاري پلانونونه دي.
وبه لیدل شي له دې وروسته به په هیواد کې د مخدره توکو د قاچاق مخنیوي کیږي او کنه؟