دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 148564
د احمد شاه مسعود پر خلاف د حکمتیار څرګندونې او د عبدالله غبرګون

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ملي اتل احمد شاه په اړه د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار څرګندونه هکله غبرګون وښود.

د راپورنو پر بنسټ، ښاغلي حکمتیار ملي اتل احمدشاه مسعود په دې تورن کړ چې نوموړې د پاکستان پوځ استخبارات سره اړیکې درلود او د کورنیو جګړو په وخت کې پلازمینې کابل وسله والو طالبانو ته سپارلی و.

د حزب اسلامي مشر د ملي دفاع پر پخواني وزیر ښاغلي بسم الله محمدي هم تور ولګاوه چې نوموړې په ادارې فساد کې ښکیل و او یواځې له پنچشیر ولایت څخه کابو ۶۰۰ جنرالانو د ملي اردو په لیکو کې ګومارل شوي وو.

خو ښاغلي عبدالله د حکمتیار د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې د ملي اتل احمد شاه مسعود او د نورو جهادي مشرانو پر خلاف د حکمتیار څرګندونې د هغه عقدې او حقارت په ډاګه کوي او ټینګار وکړ چې د حکمتیار په څېر ناکام کسانو له خوا ورته څرګندونې به د اتل جهادي مشرانو پر شهرت لکه احمد شاه مسعود او برهان الدین رباني کومه اغیزه و نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ والي او جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس له دې وړاندې خبرداری ورکړي وو چې د پنچشیر خلکو او په خاصه توګه د ملي اتل احمد شاه مسعود پر خلاف څرګندونې او په اړه یې خاموشي د جمعیت اسلامي او د یاد حزب د پلویانو لپاره به یوه لویه ګناه وي.

نوموړې زیاته کړه چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د قومونو، سیمه ییزو خلکو، او مختلف اقشارو ترمنځ نفاق اچولو هڅه کوي.

د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس وایي، د حزب اسلامي مشر وروستي څرګندونې دا په ډاګه کوي  نوموړې د پردیو یوه خاصه ماموریت د تطبیقولو په لټه کې دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9j0foyt0ok6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته