دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۲
د مطلب کود : 148366
د بلخ د والي ویاند وایي مومند نه دی شکنجه شوی

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد هغه ادعاوی رد کړې چې وایي د دغه ولایت د شورا غړی محمد آصف مومند له نیولو وروسته شکنجه شوی دی.

د ښاغلي مومند کورنۍ ادعا کړې چې هغه د بلخ د والي عطا محمد نور د وسله‌والو کسانو له خوا له نیول کیدو وروسته ډبول شوی دی.

ښاغلي فرهاد د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې آصف مومند اوسمهال د بلخ د ملي امنیت له ریاست سره په توقیف کې دی.

د رپوټونو له مخې د بلخ د والي عطامحمد نور پورې تړلو وسله والو د دوشنبې په ماښام تر یوې لنډې وسله والې نښتې وروسته، محمد آصف مومند ونیوه.

که څه هم چې د افغانستان د لوی څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ویلي چې ددې ادارې له خوا د آصف مومند د نیولو حکم نه دی صادر شوی، خو د بلخ د والي دفتر ټینګار کوي چې اړوندو ادارو د ښاغلي مهمند د نیولو حکم کړی و.

د ښاغلي فرهاد په وینا پر ښاغلي مومند باندې د لگول شویو تورونو په جمله کې د اسنادو جعل، د لوړپوړو چارواکو د امضاگانو جعل او هدماشان یو لړ حقوقي دعواوې شاملې دي.

د کابل پلاوی

سیمیز چارواکي وايي چې بلخ ته د لوی څارنوالۍ د مرستیال په مشرۍ د کابل نه ورغلی چې د ښاغلي مومند د نیول کیدلو په اړه پلټنې وکړي. د پلاوي غړو د چهارشنبې په سهار د بلخ د والي عطامحمد نور سره خبرې وکړې، خو د خبرو د جزئیاتو په اړه څه ندي ویل شوي.

د بلخ د والي عطامحمد نور او د ولایتي شورا د غړي محمد آصف مومند ترمنځ د څه مودې راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې لفظي شخره روانه وه. محمد آصف مومند د بلخ پر والي کلکې نیوکې کړې وې او هغه یې په فساد او قانون ماتولو تورن کړی و.‌ په مقابل کې ښاغلي نور پر فیسبوک د ښاغلي مومند د عکس په خپرولو سره په کابل کې جګپوړو امنیتي چارواکو ته خبرداری ورکړی و چې د بلخ له بې ثباته کولو لاس واخلي.‌

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9j0f9yt0os6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته