دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 151065
کوم عمده تروریستی ډلی د افغانستان دولت په وړاندی جنګیږی؟

 

د افغانستان ملی پولیس ۱۳۹۵ کال حوت ۲۴ نیټی باندی د هغه ټولو تروریستی ډلو نوملړ چی په هیواد کی فعال دی بین الملل پولیسو یا اینترپول ته تسلیم کړ. دا اکثره ډلی سربیره پردی چی د افغانستان دولت په وړاندی جنګیږی، بین المللی مجرمین دی او د زرهاوو انسانانو په قتل کی لاس لری. همدا اوس تروریستی زده کړو ۳۲ مرکزونه د ۸۵ رهبریت سره د افغانستان په وړاندی په پاکستان کی فعال دی. خارجی مسلح مخالفانو مجموعی تعداد منځنی موسم ته په کتو سره، ۵۰ څخه تر ۷۵ زرو تنو ته رسیږی. همدارنګه نږدی ۱۶۸کوچنی او غټی تروریستی ډلی په افغانستان کی په تروریستی فعالیتونو مشغول دی او د ۶۰ څخه تر ۱۰۰ زرو پوری د افغانستان دولت په وړاندی جنګیږی.

دا ډلی عبارت دی:

۱: ملا منصور او کویته شورا پوری مربوط طالبان، ۳۵ زره تنه، مشر ملا هیبت الله، شیخ الحدیث، نورزی، حقانی سراج الدین معاونین، حقانی شبکه مشر او ملا محمد یعقوب، ملا محمد عمر زوی.

۲: ملا رسول پوری مربوط طالبان، مستقل، ۱۵ زرو څخه تر ۲۵ زرو تنو پوری. هرات، فرات، فاریاب، هلمند، زابل، غزنی او پکتیا ولایتونو کی نظامی حضور لری. دا ډله دری سیاسی معاونینی منصوب کړی دی؛ ملا باز محمد حارث نظامی معاون او ملا منصور دادالله، ملا شیر محمد آخندزاده او عبدالمنان نیازی سیاسی معاونینو په حیث ټاکلی دی. یو ځل ماته خوړلی او د دولت سره مذاکراتو ته حاضر دی.

۳: داعش: داعش سره مستقیم اړیکه لری، ۳۴۰۰ کسان په افغانستان کی، پاکستان پخوانی سرحدی ډلی د اسلامی لشکر، جماعت الحرار، کرم ایجنسی، خیبر ایجنسی، اورکزی ایجنسی، هنګو او پیشاور په نومونو د داعش سره یوځای سوی دی.

۴: پاکستان طالبانو تحریک، د پاکستان او آمریکا دولتونو په وړاندی جنګیږی. موسس بیت الله مسعود، د القاعده، آمو، طالبانو تحریک، پاکستان، سپاه صحابه، لشکر جنګوی او حرکت الاجهاد الاسلامی ډلو سره همکار دی. په کنر کی فعالیت لری او د ۲۵ زرو په شاخوا کسان یی په پاکستان کی فعالیت لری. د شیعه مذهب پرضد دی.

۵: القاعده: ۵۰ څخه تر ۱۰۰ تنو پوری په کنر کی فعالیت لری. مشر یی په افغانستان کی سعد بن ابی وقاص دی.

۶: آمو؛ ازبکستان اسلامی حرکت ګوند یا اسلامی جنبش، شمیر یی ۳۰۰ تنه دی، اساس ایښوونکی یی جمعه نمګانی او طاهر یولدوش وو. اوسنی مشر یی مجاهد عثمان غازی دی. د افغانستان په شمال کی فعالیت لری او اوس د داعش سره بیعت کړی دی.

۷: حرکت الجهاد الاسلامی: په ۱۹۸۴ کی د شوروی جماهیرو سره د افغانستان جنګ په وخت کی د فضل الرحمان خلیل او قاری صفی الله اختر په واسطه تاسیس سو. په خاصه توګه د آمریکا، اسرائیل، بنګلادش او نیوزیلند په وړاندی جنګیږی. په افغانستان کی یو ۱۵ کسیزه ډله یی د آمریکا په وړاندی جنګیږی. اصلی مرکز یی په فلسطین کی دی.

۸: افغانستان اسلامی ګوند چی اوس دولت سره یوځای سو.

۹: خالص اسلامی ګوند: اکثره دا ډلی د افغانستان دولت سره شریک دی. انورالحق خالص، مولوی خالص زوی، ملا هیبت الله ته رای ورکړی خپل ۱۰۰۰ تنو ځواکونو سره طالبانو سره یوځای سوی دی.

۱۰: لشکر طیبه: پاکستان او کشمیری خطرناکو ډلو څخه دی چی د آی اس آی له لوری اداره کیږی. مشر یی حافظ محمد سعید دی. په افغانستان کی سخت فعالیت لری. ۴۰۰ بستریز روغتون باندی برید دا ډله په غاړه درلود.

۱۱: اسلامی لشکر: خیبر اجنسی پوری مربوطیږی. دا ډله د داعش سره بیعت کړی دی. دا ډله د پاکستان او افغانستان دولت په وړاندی جنګیږی.

۱۲: ختیځ ترکستان غورځنګ(اویغورستان)، په ۱۹۹۳ کی اساس یی کښیښودل سو، مخکی په وزیرستان کی وو او اوس د افغانستان په شمال کی فعالیت لری. ۲۵ څخه ۳۰ کسیز پوری ډله ده.

۱۴ . جیش محمد: د کشمیر آزادی غوښتونکی ډله او پاکستان جوړ دی چی اوس افغانستان دولت په وړاندی جنګیږی. مولانا مسعود ازهر ددی ډلی مشر دی. په کشمیر کی ډیر فعالیت لری.

۱۵ . شبکه حقانی: د شبه نظامیانو یو مجموعه ده چی د څو ډلو څخه جوړیږی. ددی ډلی نوم د مولوی جلال الدین حقانی نوم څخه چی پاکستان دینی علومو مدارسو تحصیل کړیو څخه دی، اخیستل سوی دی.

اوس د جلال الدین پرځای زوی یی سراج الدین ددی شبکی مشری په غاړه لری. اصلی اوسیدو ځای یی معلوم نه دی خو افغانستان ختیځ لکه پکتیا، پکتیکا او خوست کی قرار لری. پاکستان ځواک سره یوځای سوی او افغانستان او آمریکا دولتونو په وړاندی جنګیږی. ددی غړی کسان د پشتون قوم څخه د زدران قبیلی څخه دی چی په پکتیکا کی اوسیږی. د څلور زرو په شاوخوا سرتیری لری او د نورو ډلو سره یوځای ځینی وخت کولای سی تر ۱۰ زرو پوری ځواک رهبری کړی. آمریکا په دی باور لری چی شبکه حقانی د پاکستان اطلاعاتو دستګاه لپاره کار کوی.

۱۶ . امارت اسلامی وزیرستان، د پاکستان طالبانو څخه وو چی مخکی د حقانی له لوری رهبری کیده.

۱۷: سپاه صحابه پاکستانة وهابی تروریستی ډلو څخه د پاکستانی منشا سره او پاکستان اسلامی علماوو ټولنی څخه دی چی ملاتړ سرچینه د عربستان څخه لاسته راوړی. د سیمی ډیرو تروریستی ډلو مالی سرچینی عربستان او خلیج فارس شیخان ورکوی. د حق نواز جنګوی له لوری تاسیس سو او د ډیرو شیعیانو ترور کی لاس لری. په پاکستان کی ۱۰۰ زره غړی لری. د حرم لسیزی عزاداری سره مخالف دی او شیعیانو وژلو او په دی میاشت بالخصوص عاشورا ورځی کی ماین ایښولو کی برخه لری.

اوداسی نور لکه تحریک نفاز شریعت محمدی(سواد)، اتحاد جهاد اسلامی،لشکر جهنګوی، حرکت المجاهدین، محاذ فدائی ډله، چی افغانستان کی ناتو ځواکونو پاته کیدو سره سخت مخالف دی، بریګارد ګوریلائی چی القاعده پوری مربوط اعراب دی، امارات قفقازچی د چچنیانو له لوری اداره کیږی.

د سازمان ملل ګزارش په اساس، د ۷۵۰۰ څخه تر ۷۶۰۰ تنو پریو خارجی جنګیدونکی د افغانستان دولت سره جنګیږی، خو اداره کوونکی او بریدونو طراح یی پاکستان دی. ددی جنګونو منشا د عربستان پیسی او خلیج فارس اطرافو هیوادونو پیسی دی. پنجابیان د لاسته راوړنه د وینی له لاره لاسته راوړی دی.

لیکونکی: کریم پوپل

https://avapress.com/vdcd9f0fkyt0kz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته