د افغانستان په ننګرهار ولایت کې د جلا هوایي بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۲۳ تنه وسله وال وژل شوي.
په ختیځ کې د ۲۱۰ سیلاب قول اردو قومانداني په یوه بیان کې لیکلي، چې د وسله والو پر خلاف نوی هوایي بریدونه د شېرزادو او اچین ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د شېرزادو ولسوالی په مرکې سیمه کې د ډرون برید په ترڅ کې دوه وسله وال وژل شوي او یوه موټر، یوه میل پیکا، یوه راکټ انداز، او یو میل کلاشنکوف هم لممنځه تللي دي.
د سیلاب قول اردو په وینا، په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو د اچین ولسوالی په مامند ډاګه سیمه کې هم هوایي بریدونه ترسره کړي چې په ترڅ کې ۲۱ تنه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو او داعشیانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د سیلاب قول اردو چارواکو تېره ورځ وویل چې په هسکې مینې ولسوالی کې د داعش وسله والو پر یوه غونډه د هوایي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وسله وال وژل شوي چې پکې ۸ تنه بهرنیان هم شامل دي.