دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۱
د مطلب کود : 137061
د ټرمپ پر وړاندې د لاریونونو ډیریدل
د اروپايي ښځو لاریونونه به په برلین، لندن، پاریس، روم، وین، ژنيو او آمستردام کې ترسره شي. ښځو د ټرمپ اخلاقي فساد ضد ويډیو او د ښځو په اړه د نوموړي ناوړه څرګندونو په غبرګون کې لاریون کوي.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : د نړۍ په ګوډ ګوډ کې میلیونونه کسان د امریکا متحده ایالاتونو نوي ولسمشر ډونالنډ ټرامپ پر وړاندې لاریونونه وکړل.

ویل کېږي چې په امریکا او د نړۍ په نورو هېوادونو لکه: جاپان، آسترالیا، کوزوو، پرتګال، یونان، آلمان، فرانسه، بریتانیا، مکسیکو، چک، ایتالیا، فلیپین او یو شمېر نورو کې د ټرامپ پر وړاندې کابو ۶۰۰لاریونونه شوي دي.

د لاریونونو موخه د ښځو پر وړاندې د ټرامپ خبرې او د کډوالو او لږکیو پر حقونو ټینګار ښودل شوی دی.

د ښځو د حقونو فعالانو ویلي دي چې ولسمشرۍ د ټرمپ رسېدو سره د ښځو حقونه له ګواښ سره مخامخ دي.

سره له دې چې په لندن کې ښځو د امریکا سفارت پر وړاندې لاریون کړی، ټاکل شوي دي چې کابو ۲میلیونه ښځې به اروپا کې د ټرمپ پر وړاندې لاریون وکړي.

په همدې حال کې نامتو هنري څېرو هم په ټولنیزو رسنیو کې د پیغامونو په خپرولو سره د ښځو له لاریون څخه ملاتړ کړی دی.

د اروپايي ښځو لاریونونه به په برلین، لندن، پاریس، روم، وین، ژنيو او آمستردام کې ترسره شي. ښځو د ټرمپ اخلاقي فساد ضد ويډیو او د ښځو په اړه د نوموړي ناوړه څرګندونو په غبرګون کې لاریون کوي.

همداراز په افریقا کې هم د ټرمپ پر وړاندې سلګونو تنو لاریون کړی دی.
https://avapress.com/vdcd950ffyt0sz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته